د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي، بايد د پاکستان حکومت د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د دغه هېواد د سولې د بهير 100 فيصده ملاتړ وکړي.
په پاکستان کې د کال ۲۰۱۹م د پوليو وړومبۍ پېښه په قبايلي ضلع باجوړ کې مخې ته راغلې ده، تېرکال په باجوړ کې د پوليو پينځه پېښې رپوټ شوې وې.
په مردان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټې اېم) د نيول شوؤ بندي غړو ضمانت نن د خالي، شنبې په ورځ منظور کړی شوی او د پي ټي اېم ځايي مشران وايي ښايي چې بندي کسان هم نن خوشي شي.
دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې دتعلیم محکمې د ښځو استاذانو سره د نارینه مامورینو په تماس نیولو بندیز لګولی اؤ وایلي دښځو استاذانو سره به یوازې ښځې تماس نیولی شي.
د محسود تحفظ مومنټ نه د جوړ شوي پښتون تحفظ مومنټ په کال پوره کېدو د دې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، په کال کې يې غټه لاس ته راوړنه په خپله د دې غورځنګ جوړېدل دي.
په مردان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بندي اووه غړو ضمانت نن د جمعې په ورځ هم نه دی منظور کړی شوی او زندان ته بيرته لېږل شوي دي.
دپېښورۍ پېغلې زینب نه وروسته دفاطمه په نوم یوې بلې پاکستانۍ پېغلې هم په یو چینائي وګړي زړه بائیللی اؤ واده یې ورسره کړی دی.
د نوي پالیسۍ ترمخه سږ کال به د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو خلکو د حج خرڅ ۴۳۶۰۰۰ روپې وي کوم چې د تیر کال په پرتله یو نیم لک روپۍ سېوا دی.
د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوي ډاکټر شکيل افريدي وکيل وايي، د افریدي په قضيه کې نن بيا اورېدنه ونه شوه او د تېر په څېر پکې يواځې نېټه بدله شوه.
دقبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډيدو وروسته دپښتونخوا صوبایي کابینې په لمړي ځل قبائیلي ضلعه خیبر کې خپله غونډه کړې چې پکې دقبائیلي ضلعو دپسماندګۍ ختمولو په ګډون د ۱۶ؤ نکتو په ایجنډه بحث اؤ مهمې پرېکړې شوي دي.
دپښتو سترې سندرغاړې شکیله ناز ته هنري نړۍ کې په بیا قدم اېښودلو وتلو هنرمندانو اؤ لیکوالو تود هرکلی ویلی اؤ ویلي یې دي دهغې دسندرو د سردوباره پیل له امله به دسندرو په معیار دکیدونکو نیوکو مخه ونیول شي.
نور کتل