په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) شپږ نیول شوي بندي غړي په ضمانت خوشي شو، دا کسان په لورالايي کې په ۲۹م جنورۍ د بريد پرضد د احتجاجي مظاهرې په مهال نيول شوي وو.
د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې نيول شوی پروفېسر عمارعلي جان په ضمانت خوشی شوی دی، هغه د ارمان لوڼي د وژنې پرضد مظاهره کې د ګډون په سر نيول شوی ؤ.
د نقيب مسيد د وژنې د پېښې پلټونکي پوليس افسر عدالت ته ويلي د مقدمې يو مهم ګواه بې درکه شوی دی، پوليس افسر عدالت ته ويلي په مقدمه کې په ضمانت خوشي ملزمان انتهايي ظالم او چالاک دي.
دپنجاب پولیسو دپښتون ژغورنې دغورځنګ دفعال غړي ارمان لوڼي په وژنه داحتجاج کولو له امله دمدني ټولنې فعال اؤ دلاهور دایف سي کالج پروفیسر عمار نیولی اؤ دپي ټي ایم د ګڼو فعالینو خلاف یې مقدمې درج کړي دي.
پولیس وایي دپنجاب دفیصل اباد په ډي ټائپ سیمه کې د یو پۍ واله یا شیده پلورونکي لخوا په اووه کلنه وړه ماشومه د جنسي تیري وروسته دغه ماشومه په بې دردۍ سره وژل شوې ده.
د پاکستان سمندري ځواک د سیوري لاندې د "امن-۲۰۱۹" په نوم د ۴۶ هېوادونو ګډ تمرينونه پېل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان په صوبه کې د ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو د معاشي او سياسي نظام پياوړي کولو دپاره د یوې ډلې جوړولو ويلي خو د سيمې وکيلان وايي ګورنر اوس دا واک نه لري چې د سيمې په اړوند کومه فېصله وکړي.
په پاکستان کې د کال ۲۰۱۹ د پولیو دوېمه پېښه په بنو کې مخې ته راغلې ده. څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د روان کال لومړۍ پېښه رپوټ شوې وه.
په اقتدار کې د راتلو نه وړاندې دبهرنیو پورونو اخستو دسخت مخالف وزیراعظم عمران خان حکومت د روان مالي کال په لمړیو شپږو میاشتو کې د دوؤ اربو اؤ ۳۰کروړو ډالرو پورونه اخستي.
د کوټې د سېول روغتون د پوليس سرجن ډاکټرې ويلي د ابراهيم ارمان لوڼي د ابتدايي طبي معاينې (پوسټ مارټم) ترمخه د هغه په مغزو کې وينه تم يا درېدلې وه خو دا نه ده مالومه چې وينه د څه له امله تم شوې.
په اسلام اباد کې د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د احتجاجي مظاهرې په مهال نيول شوې فعاله ګلالۍ اسماعيل د سختو نيوکو او فشار وروسته خوشې کړی شوې خو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نور ۱۷ غړ ي تراوسه بندي دي.
دپښتو د وتلي انقلابي شاعر اؤ ملت پاله سیاستمدار ارواښاد اجمل خټک نهم تلین نن دپنجشنبې یا زیارت په ورځ نمانځل کیږي چې پکې به شاعران،لیکولان اؤ ملت پاله پښتانه دقام اؤ خاورې دپاره داجمل خټک په ادبي اؤ سیاسي خدمتونو هغه ته پېزوئنې وړاندې کوي.
نور کتل