د غویانو د منډو یوه مقابله د تېر زیارت، پنجشنبې، په ورځ د چارسدې په حيمد ميان ډهيرۍ کښي وشوه. په دغه مقابله کې د خېبرپښتونخوا د نوښار، صوابۍ، تورډهير او د جلبۍ نه د قلبو مالکانو برخه واخیسته. په دغه مقابله کې ٢٠ غویانو برخه واخیسته
د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې په تېرو اته ؤ مياشتو کې نزدې درې نيم سوه کسانو ځانونه په خپله وژلي دي.
د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د سکول او د کالج جينکو سره په خبرو کې وايي "چې ستاسو د لارې څنګه خله په خله خبرې کيږي دا به ستاسو سره شريکوي" د نوموړي په دغو خبرو د پرون راهسې په سوشل ميډيا ټوقې روانې دي.
په تېرو څو ورځو کې یوه پښتنه ټوکماره جينۍ "ورور ته محتاجه" په ټولنيزو رسنیو ډېره خوښه کړی شوې ده.
د خېبرپښتونخوا په شمالي ضلع چترال کې د افغانستان سره پولې ته نزدې د هلکانو يو پرايمري يا د ابتدايي زده کړو سکول په بمي چاؤدنه الوځول شوی دی.
د خېبرپښتونخوا حکومت پلان لري چې د دولتي يا سرکاري سکولونو د تعليم د معيار ښه کولو دپاره استازان خپل بچي په دولتي سکولونو کې داخل کړي، خو استازان وايي يواځې استازان نه، باید ټول دولتي واکمن او کارمندان خپل بچي سرکاري سکولونو ته راولي.
پاکستان کې د ژورنالسټانو یو سازمان (پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس، پي اېف يو جی) په يوه ناسته کې ژورنالسټانو ويلي، "دوی د رياستي ادارو د ګواښونو سره مخ دي کومې چې د رسنيو ازادي غلې کول غواړي".
دپښتو د وتلې سندرغاړې معشوق سلطان د مړینې دوه کاله پوره شول خو هغه په دغو دوؤ کالو کې له مړینې وروسته بیا هیچا یاده نه کړه .
د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې د کانګو وايرس په ناروغۍ اخته يو ځوان تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
نور کتل