د ډالر د گرانېدو په اړه د پاکستان د خزانې وزير اسدعمر وايي دا د تېر حکومت د غلطو پالېسو نتیجه ده. عمر وايي د ډالر د قيمت د زیاتوالي بنيادي وجه طلب او رسد دی مطلب چې د ډالر غوښته سېوا او راتګ يې کم دی، هغه وايي په تېر وخت کې په مصنوعي ډول د روپۍ قدر په ځای ساتل شوی و