د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي جلیلي وویل که چېرې د پاکستان حکومت افغان تاجرانو باندې څه قسم بنديزونه لګوي يا يي کاروبار محدود کړي نو زيان به يي د دواړو هېوادونو عام ولس ترڅنګ دواړو حکومتونو ته هم ورسي
په پاکستان کې په 29م نومبرد طالبعلمانو د يونینز بیرته په ځای کولو غوښتنو ته په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي یونینز په ځای کیدی شي خو لومړی به اصول جوړوي.
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پاکستان مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) د عبدالولي خان پوهنتون استاذ اختر خان چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پلوی دی، د سائبر کرايم قانون لاندې نيولی او نن عدالت جېل ته په جوډيشل ریمانډ لېږلی دی.
د شمالي وزيرستان په همزوڼي سيمه کې د رضاالله نومې تن د مړينې وروسته د ځايي خلکو او پښتون غورځنګ (پي ټي اېم) پرلت په څلورمه دوام لري.
د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د ګل، دوشنبې په ماښام څو کسان راغلي د انګرېزۍ ژبې د يادې ورځپاڼې ډان د دفتر په دروازه کې يې احتجاج کړی د ډان ورځپاڼې بندولو او د پاکستان د پوځ او استخباراتي په حق کې يې نعرې وهلې.
پښتون ملت پاله مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پښتنو پرضد د سازشونو لړۍ دوام لري، او د پښتنو به حقونو به هیڅ ډول سودا ونه کړي.
په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقيب مسید پلار محمد خان د ورپېښې ناروغۍ له مړ شوی دی.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي د نړۍ په کچه د یادو پوهنتونونو د جوړ غوره نظام نه به ګټه پورته کوو او د قبلولو وړ د چلند اصول به جوړؤ چې د زده کوونکو اتحاديې په ځای کړی شي.
چارواکی وایې د افغان پولې ترڅنګ دشمالی وزیرستان د غلام خان تحصیل دیوګر سیدګی سیمه کې یو شمیر نامعلومه وسله والو د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته بېګاه دشپې ډزې کړې چې له امله یې یو عسکر لانس نائیک محمد عمران وژل شوی او پینځه عسکر ژوبل شوي دي.
نور کتل