دې سکول کې نه يوازې هغه پېغلې سبق وايي څوک چې د مالې ستونزو يا د سکول د لرې والي له امله تعليم نه شي ترلاسه کولی بلکه هغه سپين سرې زنانه هم دې سکول ته د زده کړو دپاره ورځي چې په وړوکوالې او ځوانۍ کې د تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔
دبلوچستان په خضدار سیمه کې دبلوچستان نیشنل ګوند د یو وتلي مشر امان الله زرکزئ په کاروان نامعلومو وسله والو برید کړی چې پکې پخپله امان الله زرکزئ، دهغه وراره ، اؤ دوه نور کسان وژل شوي .
د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشرانو علي وزير او محسن داوړ په دوه مقدمو کې په ضمانت د خوشي کېدو دپاره په خواستونو اورېدنه وشوه، او عدالت ورته په يوه مقدمه کې د ضمانت منظوري ورکړه او بل خواست يې رد کړو.
دپښتون ژغورنې غورځنګ د دوؤ مشرانو اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دبندي غړو محسن داوړ اؤ علي وزیر په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه سبا دخالي په ورځ دبنو دترهګرۍ ضد محکمه کې کیږي .
د جنوبي وزیرستان په کرکڼه نومې علاقه کې د دوه ځايي قبيلو ترمنځ د درېو راهسې نښتې رواني دي چې پکې تراوسه پورې د درېو کسانو د وژل کېدو ويل کیږي او په علاقه کې سخته ويره ترخه خوره ده.
په کراچۍ ښار کې د جنوبي وزيرستان د لدهې تحصيل سره تعلق لرونکی خليل الرحمان په اورنګي ټاؤن علاقه کې نامالومه کس په ډزو وژلی دی.
د پاکستان پوځ ويلي په لاين اف کنټرول د هند د پوځيانو په ډزو کې د پرون راهسې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې د تعليم په برخه کې کار کوونکې د يوې غېر سرکاري ادارې انسټيټوټ آف سوشل اېنډ پاليسي سائنسز د شمېرو تر مخه په صوبه کې ۷۵ فيصده ماشومان لسم ټولګي ته د رسېدو نه وړاندې خپل تعليم په نيمه کې پرېږدي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د قلعه عبدالله په ګلستان کې د ګوند غړو ته وویل چې پښتانه له ډېرو سختو حالاتو سره مخ دي او هغه د دغو بدو حالاتو نه د راوتلو دپاره په پښتنو د یوې جرګې رابللو غږ کوي.
د چاپېریال د تحفظ ماهرین وايي پاکستان د کسافتونو پرځای کولو او د پلاسټک کڅوړو ځای پرځای کولو او یا بیا په استعمال کې د راوستلو انتظام نه لري او یا دغه نظام ناقص دی
دپاکستان د ازادۍ ورځ شمالي وزیرستان کې یو شمیر عامو خلکو د تورې ورځې په توګه نمانځلې اؤ تورونه یې لګولي چې هغوئ نه خپلو سیمو کې د ژوند ټول حقونه ترړول شوي دي.
د پاکستان صدر عارف علوي وايي د کشميريانو سره اوږه په اوږه ولاړ یو. نوموړي د پاکستان د ۷۳م ازادۍ د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې د هند لخوا د کشمير په اړوند پورته کړی شوؤ ګامونو باندې خبرې کړي دي.
نور کتل