صدر اوبامه د مصر سره د پوځي مشقونو اودرولو اعلان کړې

صدر براک اوباما

د امرېکې صدر براک اوبامه د مصر سره په رارونه میاشت کې کېدونکي پوځي مشقونه د ختمیدو اعلان کړې دی- ښاغلي اوبامه دغه اعلان په مصر کې د مواقتي حکومت لخوا په احتجاج کونکو باندې د تشدد په ځواب کې کړې- د تشدد پېښو کې په سلگونو احتجاج کونکي وژل شوي-
ښاغلي اوبامه ویلي د مصر سره رواېتي همکاري په داسې حال کې جاري نه شي ساتلې کله چې په سړکونو باندې اولس وژل کېږي- امريکه او مصر په کال کې دوه ځله پوځي مشقونه کوي-
ښاغلي اوبامه ویلي دي امرېکه د مواقتي حکومت او امنیتي ځواکونو د شورو د ورځې د عملېاتو کلکه غندنه کوي او دا د مارشل لا د لگولو ېو تکل گرزوي- نوموړي په مېساچوسټس رېاست کې د خپل استراحت د ځاېی نه دغه خبرې کړي دي