دنړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د رپورټ له مخې په سرپل کې دطالبانو دحکومت دتعلیم دچارو رییس محمد رحماني ویلي چې نجونو ته د زهرو ورکول کیدو پلټنې پیل کړل شوي اؤ د وړومبیو پلټنو نه معلومه شوې ده چې یو تن دشخصي خوابدۍ په اساس یو دریم ګړي تن ته پیسې ورکړې وې چې دغو ماشومانو ته زهر ورکړي
د افغانستان او پاکستان تاجران وايي، د پاکستان لخوا د افغانستان، ايران او روس سره د مال بدله کې د مال تجارت [بارټر تجارت] پېلول ښه پرېکړه ده خو چې د دې دپاره يو غوره مېکانزم يا طريقه کار جوړ شي.
د وي او ای ډیوه خبریال عبدالرزاق چې د جمعې په ورځ د رانا ثناء الله ددې دعوې په هکله دافغان طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله نه پوښتنه وکړه نو هغه یې په ځواب کې ددې خبرې نه بې خبري وښودله چې ګنې دافغان طالبانو حکومت دټي ټي پي د وسله والو لرې پرتو سیمو کې د ابادولو وړاندیز کړی دی؟
د کال ۱۹۹۵ د اګست په میاشت کې د هندوستان سرښار نوي دلي کې د دوو رېل ګاډو د ټکر کېدو په نتیجه کې ۳۵۸ کسان مړه شول چې د ملک په تاریخ کې د رېل بدترینه حادثه وه
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې د ايران پولې ته څېرمه علاقه کې د ترهګرو سره په نښته کې یې دوه عسکر وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ د عمان په کوښښونو د بېلجیم هغه امدادي کارکونکي ازاد کړی شوی چې په ۲۰۲۲ کې ګرفتار شوی و او د جاسوسي په الزام ورته د ۴۰ کاله قید او د ۷۴ درو سزا اورول شوي وه
نور کتل