د ترهګرې ډلې داعش سره تړاو لرونکو تندلارو د شام د منځنۍ علاقې نه لږ تر لږه 19 کسان تښتولي چې زياتره يې ملکي وګړي دي، دغه خبره د شام سرکاري مطبوعاتو او د څار ادارې کړې ده.
په اسلام اباد کې د تبادلب نومې غېر دولتي څېړنيز ادارې په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 2008 نه تر کال 2019 پورې درې وارې د اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې د پاکستان د شاملېدو لکبله د هېواد اقتصاد ته د 38 اربه ډالرو نقصان رسېدلی دی
طالبانو دغه بیان کې ویلي "که چا داسې عمل وکړ او د طالبانو ولایتي مسولینو ته یې معلومات وشول له مسولیت څخه یې لیرې کړئ ډلګۍ او ګروپ یې لغوه کړئ او د پاتې نورو بعدي جزا لپاره به د نظامي چارو کمیسیون ته د سزا لپاره معرفي کیږي."
د ترهګرۍ ضد د خصوصي عدالت جج یا قاضي مجیب الرحمان د نهې، سه شنبې، په ورځ خپله فېصله کې یو تن ته د عمر قېد سزا هم واوروله. د بلاګ لیکونکي اجیت روی د قتل په لړ کې سزا شوي کسان د بنګله دېش د انصارالله بنګله ټیم غړي بلل کېږي
د روټیرز خبري ادارې ترمخه سټولټنبرګ وویل که وه کتل شي نو د خپلو ژمنو پوره کولو دپاره به طالبان نور ګامونه هم پورټه کوي او "دا خبره به یقیني کوي چې د نړیوالو ترهګرو سره به اړیکې پریکوي."
د امریکې د دفاع وزارت ویلي، په شام کې د امریکايي ځواکونو د جګړې توجه د داعش په پاتې شوې ډله ده، نه چې د تیلو ذخیرې يا ساحې وساتي. څنګه چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ امر کړی وو.
د افغانستان د اینده په موضع بحث په داسې حال کې کېدلو چې د افغانستان په کندز او فاریاب ولایتونو کې په حمله کې ۲۱ حکومت پلوه عسکر ووژل شو. طالبانو په کندز کې د جمعې د ورځې حمله ومنله
یو اېس سپېشل انسپکټرجنرل فار افغانستان ريکنسټرکشن، سیګار، د ګل، دوشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وړاندې کړی شوي خپل رپورټ کې وویل چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه تېر کال د امریکې او طالبانو د معاهدې وروسته د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ شروع شويو خبرو څه بنیادي نتېجې نه دي راوړي
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وایي د افغان سولې پروسې د وضیعت په اړه خپلو کړو ژمنو ته په اشارې ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې همکاریو ته دوام ورکړي
د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې
د عراق وزيراعظم ویلي، امنيتي ځواکونو يې د داعش يو مهم کمانډر وژلی دی. په بغداد کې يوه اوونۍ وړاندې دوه ځانمرګي بریدونه شوي وو.
په دوه زره څلورم کې د لښکر اسلام مشري د باړې د سپاه قام منګل باغ لاسو ته په داسې حال کې ورغله چې د هاغه وخت د خیبر اېجنسۍ پولیټیکل انتظاميي د لښکر اسلام باني مفتي منیر شاکر په باړه کې د یو مخالف پیر سیف الرحمن اؤ د هغه پلویانو سره د خونړیو نښتو په تور د باړې نه ووېستلو
نور کتل