لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

508 ماده

رسایي

د امریکې د رسنیو نړیواله اداره (یونایټیډ سټېټس ایجنسي فار ګلوبل مېډیا) اداره غواړي چې د پبلک او فیډرل معذوره ملازمین زموږ ویبپاڼو ته لاسرسی ولري.

د دې ژمنې د پوره کېدو لپاره به موږ د بیارغونې د قانون د 508 مادې په غوښتنو باندې عمل کوو. د قانون 508 ماده له موږه غواړي تر هغه وخته چې پر موږ ناجایزه بار نه وي اچول شوی، معذوره کسانو ته، چې د ولس غړي دي او له موږه معلومات او خدمات غواړي، د هغو کسانو غوندې چې معذوره نه دي د معلوماتو او ډېټا کارولو لاسرسی ورکړو.

508 ماده له موږه دا هم باوري کول غواړي تر هغه چې پر موږ ناجایزه بار نه وي اچول شوی، د فیډرل معذوره ملازمینو ته معلومات او ډېټا او د هغه کارولو ته هغسې لاسرسی ورکړو څنګه یې چې غیرمعذوره فیډرل ملازمینو ته ورکوو.

که زموږ پر ویبپاڼه د کومو موادو فارمیټ/بڼه د معذورۍ له وجې د لاسرسي د ستونځې په خاطر - څنګه چې یې د بیارغونې په قانون کې تعریف شوی- معلوماتو ته په رسايي کې تاسې ته خنډ جوړوي نو مهرباني وکړئ د مرستې لپاره له موږ سره رابطه وکړئ.

نو موږ کولای شو په ډېره مرستندویه طریقه تاسې ته جواب درکړو، مهرباني وکړئ دا راته په نخښه کړئ چې د رسایي په برخه کې څه ستونځه لرئ، کوم فارمیټ/ بڼه درته غوره دی چې غواړئ مواد پکې تر لاسه کړئ، د ویبپاڼې پته (URL) چې تاسې یې له موادو سره ستونځه لرئ او ستاسې د اړیکو معلومات.

د 508 مادې د شکایتوتو طریقه

د 1973 د بیارغونې د قانون 29 U.S.C. 794d په 508 ماده کې بدلون- چې په 2001م کال کې عملي شو- له هرې فېډرل ادارې دا باوري کېدل غواړي هغه الیکټرانک او معلوماتي ټیکنالوجي ته- چې موږ یې تیاروو، اخلو، ساتو او کاروو- معذوره فیډرل ملازمین یا درخواست ورکوونکي یا عام خلک ورته لاسرسی لري چې زموږ له ادارې معلومات او نور خدمات غواړي. 508 ماده خلکو ته دا حق ورکوي چې زموږ د ادارې په خلاف انتظامي شکایت او سېول اقدامات وکړي، خو دا شکایت تر هغه ځایه محدود دی که موږ ټیکنالوجۍ ته د هغوی په رسایي کې ناکامه شو. قانون له فېډرل ادارو غواړي له 508 مادې سره سم شکایتونه د همدې مادې د شکایتونو له طریقه کار سره سم عملي کړي.

که ته د امریکې د رسنیو د نړیوالې ادارې (یونایټیډ سټېټس ایجنسي فار ګلوبل مېډیا) یو عام غړی یا ملازم یا د ملازمت غوښتونکی معذوره تن یې او غواړې د بیارغونې د قانون 1973 د 508 مادې- چې بدلون پکې شوی- په بنیاد ستا پر غوښتنه د عمل نه کېدو خلاف شکایت وکړې، نو په 180 ورځو کې لاسلیک شوی او لیکلی شکایت موږ ته په لاندې پتو/درکونو را لېږلای شې:

یونایټیډ سټېټس ایجنسي فار ګلوبل مېډیا (یو ایس اې جي ایم)

وایس آف امریکا (وي او اې)

چیف انفارمېشن افسر (او سي ای او)

اې ټي ټي این: وي او اې د 508 مادې د شکایتونو پروګرام منېجر

330 انډیپینډنس ایوینیو ساوت ویسټ

واشنګټن ډي سي 20223

ستا شکایت باید له 508 مادې سره په مطابقت کې ټیکنالوجۍ ته د رسایۍ نه کېدو په اړه کافي معلومات ولري او دا به د "برابرو مواقعو دفتر" (Office of Equal Opportunity) او زموږ د یو ایس اې جي ایم اداره دواړه په دې پوه کړي چې څه پېښ شوي، چېرې او څنګه پېښ شوي دي.

د یو ایس اې جي ایم د ټولنیزو حقونو دفتر به د بیارغونې د 1973م کال د قانون د بدلې شوې 508 مادې په بنیاد پلټنې کوي او دغه شکایتونه به څېړي. معذوره کسان کولای شي د یو ایس اې جي ایم د ټولنیزو حقونو دفتر ته هم انتظامي شکایت وکړي او ترې وغواړي چې ټولې معلوماتي او مواصلاتي ټیکنالوجۍ (ای سي ټي) لکه د یو ایس اې جي ایم برانډ ویبپاڼې یا غیررسایي موادو ته- چې له 508 مادې سره سم نه دي- بیا کتنه وکړي او له دې مادې سره یې سم کړي.

د امریکې د رسنیو نړیواله اداره (یو ایس اې جي ایم) به ستاسې شکایتونه څېړي او د حل کولو هڅه به یې کوي، خو که حل یې نه کړل نو د نتایجو په اړه به یې لیک خپروي او تاسې ته به په دې اړه خبرتیا درکول کېږي. که تاسې له دغو نتایجو سره جوړ نه وئ نو تاسې ته د انتظامي اپیل د کولو موقع درکول کېږي. که تاسې د نتایجو د لیک په اړه اپیل وکړئ نو یو ایس اې جي ایم د ټول ریکارډ په بنیاد وروستۍ پرېکړه جاري کوي، دا پرېکړه به وروستي نتایج وړاندې کوي، اصلاحي ګامونه به اخلي- که اړتیا وه- او د فیصلې وجه به بیانوي.

د شکایتونو درج کولو بله لاره:

د امریکې د رسنیو نړیواله اداره (یونایټیډ سټېټس ایجنسي فار ګلوبل مېډیا) له هغو شکایت کوونکو سره مناسبه مرسته کوي چې د شکایتونو په را لېږلو کې مرسته غواړي او له بلې لارې شکایت کول غواړي. د مثال په توګه، یو معذوره تن کولای شي له الیکټرانک لارې په غږیزه/آډیو بڼه، په برېل [د معذورانو په لیک] کې یا په بله بڼه شکایت را ولېږي. دغه الیکټرانک شکایتونه باید دې ایمېل ایډرس ته ولېږل شي: section508@voanews.com

XS
SM
MD
LG