روس ویلي د امریکا د بندېزونو په ځواب کې به روس هم د امريکا لس سفارتکار اوباسي او د واشنګټن پرضد به نور ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د پوځ مشر د امريکې د صدر د اعلان هرکلی کړی چې د افغانستان نه د ستمبر د مياشتې پورې امریکايي ځواکونه اوباسي. د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د بهرنيو ځواکونو وتل دې د سولې د پروسې سره سمون ولري.
د واشنګټن د اعلان وروسته د امريکې اتحاديانو هم د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو اعلان کړی دی چې د راتلونکې مياشت نه به د افغانستانه د ځواکونو ويستل پېل کړي.
د امریکې لوړ پوړو استخباراتي چارواکو ویلي، د افغانستان نه د ټولو سرتيرو ويستل به د القاعده او داعش په څېر ترهګرو ډلو ته موقع برابره کړي چې بيرته وړتيا ترلاسه کړي او د امریکا پرضد بريد وکړي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون د افغانستان د سولې د خبرو ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د آباتۍ ادارې د نړۍ په هېوادونو غږ کړی چې جسماني خود ارادیت، یو آفاقي حق وګرځوي.
طالبانو ويلي د افغانستان د راتلونکې په اړه په ترکي کې راجوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي څو پورې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه نه وي وتلي.
نور کتل