د پاکستان مرکزي بینک (سټیټ بینک اف پاکستان) وائي د روان مالي کال ۲۰۲۱ په مهال په شپږو میاشتو کې بهرنۍ پانګونه ۳۰ فیصدي راټيټه شوې ده او ملکي پورونه په پینځوؤ میاشتو کې ۸۲۹ اربه روپۍ زیات شوي دي.
د ځايي خبريال سليم مجاهد په وينا ترافيکي پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې چې کله د شپې ناوخته دمسافرو یو ډک بس د دملیشه ځواکونو یا لیویز له چوکۍ سره ټکر شوی دی.
د پاکستان مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز تور لګولی چې حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف ته د اسرايل او هند لخوا پېسې ورکړی شوي دي، خو د تحریک انصاف د حکومت وزيرانو دغه تورونه رد کړي دي.
دمخالفو ګوندونو دایتلاف پاکستان ډیموکریټک مومنټ له اړخه د پاکستان د الیکشن کمیشن مخې ته نهې یا سه شنبې په ورځ احتجاج پیل کړل شوی ترڅو دټولټاکنو په کمیشن فشار راوړي چې واکمن ګوند تحریک انصاف سره بهر نه د شوؤ مرستو قضیه زر تر زره فیصله کړي.
دپاکستان دائین له مخې دسیمه ییزو حکومتونو دائیني مودې پوره کېدو وروسته په 120 ورځو کې دننه دنوؤ سیمه ییزو حکومت جوړولو دپاره په لاندې کچه ټاکنې اړینې دي خو دکال نه دزياتې مودې تېرېدو باوجود دبلدیاتي ټاکنو په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا څه پرېکړه نه ده شوې.
د پنجاب سرښار لاهور کې د ترهګرۍ ضدعدالت د لاقانونه مذهبي تندرويه ډلې جماعت الدعوه درېوؤ مشرانو ته ترهګرو سره دمالي مرستو په دوؤ نورو مقدمو کې دبند سزاګانې اورولې دي.
د کویلې د زیارکښانو د تنظیم مشر اقبال یوسفزي ډیوه ته ویلي “د مچ له دردونکې پېښي ورسته مزدوران په سخته وېره کې دي او وايي تر هغو به بیرته کار ته نه ځي تر څو چې د دوی د امنیت لپاره پوره او باوري ګامونه نه وي اخستل شوي”.
دلاهور ځايي عدالت دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دمشر محمود خان اڅکزي د هغه وینا پرضد دفوجدارۍ دمقدمې درج کولو خواست رد کړی چې پکې نوموړي ویلي وؤ چې په افغانستان د قبضې کولو جنګ کې د لاهور خلکو د پيرنګي مرسته کړې وه.
د ژوب ضلعې انتظامیې دبلوچستان دحکومت په امر دپښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمیټۍ غړې اؤ د “واک “تحریک مشره ثناء اعجاز په ژوب کې دیوې لائبریرۍ دپرانستې څخه منعې کړې اؤ هغې ته یې دصوبې نه د وتلو امر کړی.
دبهاولپور دصادق ایجرټن کالج د انګریزي څانګې پروفیسر خالد حمید دهغه یو شاګرد خطیب حسین په مارچ ۲۰۱۹ کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژلی ؤ .
نور کتل