لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د بریدونو د زیاتوالي او ټرین یرغملولو تر شا علتونه څه دي؟


Quetta Station Coffin
Quetta Station Coffin

د پاکستان وروسته پاتې جنوب لویدیځه صوبه بلوچستان د څو کلونو راهسې د یاغیتوب مرکز پاتې شوی دی خو په دې وروستیو کلونو کې په دغه صوبه کې چټک شوؤ بریدونو د اسلام اباد واکمنان د سختو امنیتي چیلنجونو سره مخ کړي دي.

د نهې په ورځ د بلوچ لبریشن ارمي د وسله والو له لوري په جعفر ایکسپریس نومې اورګاډي برید ددې یاغیتوب یو نوی اؤ سنګین موړ ؤ ولې چې دا د دې ډلې لخوا د خپل نوعیت وړومبی د پراخه کچې ستر برید یا عملیات وؤ.

وسله والو یاغیانو د ټرین سلګونه مسافر یرغمل کړل، خو د پاکستان پوځ د شورو/چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول ۳۳ بریدګر یې وژلي دي. د پوځ په وینا، یاغیانو ۲۱ مسافر وژلي اؤ پاتې نور مسافر ژوندي ژغورل شوي دي.

یاغیان څوک دي، او د څه لپاره جګړه کوي؟

بلوچستان د رقبې په لحاظ تر ټولو لویه خو د ابادۍ په لحاظ وړه صوبه ده چې پکې د بلوڅ قام اکثریت میشت دی ، دغه بلوڅان دعوه کوي چې حکومت دوي سره امتیازي یا توپیري چلند کوي.

د بلوچستان بیلتون‌پاله یاغیان له ۲۰۰۰م کال راهیسې د اسلام آباد نه د زیاتې خپلواکۍ یا حتا د بشپړې ازادۍ اخستو لپاره جګړه کوي، او غوښتنه کوي چې د دې سیمې د طبیعي زېرمو، لکه ګیس، تېل، او منرالونو، د ګټې وټې لویه برخه باید دې صوبې ته ورته ورکړل شي.

File Photo
File Photo

په دې وروستیو کلونو کې وسله واله یاغي ډله بلوچ لبریشن ارمي زیاته پیاوړی شوی، ان تر دې چې ځینې شنونکي یې د پاکستاني طالبانو په څېر یو ستر ګواښ بولي.

دا ډله نه یوازې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي، بلکې وخت ناوخته ملکي وګړي هم په هدف کوي، چې پکې چینایي انجنیران هم شامل دي، کوم چې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ (CPEC) د پروژو لپاره کار کوي.

بي ایل اې په دې وروستیو کې په کراچۍ او نورو ښارونو کې هم بریدونه کړي دي.

که څه هم حکومت ادعا کوي چې د ترهګرۍ مخه یې نیولې، خو په بلوچستان کې وسله وال بریدونه لا هم دوام لري. په دې سیمه کې د یاغي ډلو تر څنګ اسلامي سخت دریځې ډلې هم فعاله دي.

ولې اوس بریدونه زیات شوي؟

بي ایل اې چې د پاکستان او امریکا لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي لري. دې ډلې د نهې په ورځ په جعفر ایکسپریس اور ګاډي د شوي برید ذمه واري هم پغاړه واخېسته، چې هدف یې د خپلواک بلوچستان جوړول دي، کوم چې د پاکستان، ایران، او افغانستان هغه سیمې رانغاړي، چې بلوچ قوم پکې مېشت دی.

Balochistan - UNREST - TRAIN - Quetta - Sibi - passenger train - Army - Soldiers - Soldier - militants - BLA - Bolan - Mushkaf - Attack
Balochistan - UNREST - TRAIN - Quetta - Sibi - passenger train - Army - Soldiers - Soldier - militants - BLA - Bolan - Mushkaf - Attack

اسلام آباد ادعا کوي چې دا ډله د هند ملاتړ لري، خو نوی ډیلي دا تورونه رد کړي. حکومت دا هم وایي چې بي ایل اې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره همکاري لري، چا چې د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې له اوربند وروسته پاکستان کې په امنیتي ځواکونو خپل بریدونه چټک کړي دي.

لوی انځور څه دی؟

له هند سره د رقابت تر څنګ، پاکستان د ایران سره هم کړکېچن تعلقات لري، چې د بلوچستان د بې‌ثباتۍ یو بل لامل ګڼل کېږي.

دواړه هېوادونه ۹۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، چې ډېری برخې یې د حکومت له کنټروله بهر دي. دې وضعیت د یاغیانو او قاچاقبرانو لپاره لاره هواره کړې، او دواړه حکومتونه یو بل تورنوي چې د مخالفو یاغي ډلو ملاتړ کوي.

اقتصادي عوامل هم د دې بې‌ثباتۍ سوب بلل کېږي. چینایي پانګونې، چې د پاکستان لپاره حیاتي ګڼل کېږي، د بلوچستان خلک نور هم ناخوښ کړي دي دوی وایي، اسلام آباد د دوی طبیعي زېرمې لوټي، خو ځایي خلکو ته ترې هیڅ ګټه نه رسېږي.

Courtesy CPEC.gov.pk
Courtesy CPEC.gov.pk


امنیتي څيړونکي وايي، که څه هم په اور ګاډي شوي برید بي ایل اې ته پراخه رسنیز پام ور واړاوه، خو د ملکي کسانو وژل کېدای شي د بلوڅانو د عام ولس ملاتړ ترې کم کړي.

(ددې رپورټ معلومات د اې پي خبري شبکې څخه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG