په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه په تيرو 24 ساعتونو کې نور 144 کسان مړه شوي دي، بل لور ته په هند کې کرونا وبا په تېزۍ سره روانه ده خوريږي، او په دغه هېواد کې يې په تير شوا روز کې 2263 کسان مړه کړي دي.
د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک وايي د حکومت لخوا اعلان شوي دکورونو دپاره د قرضونو اخستلو عمل په قلاره روان دی او د روان مالي کال 2020 او 21 په روانو نهه میاشتو کې کاروباري بېنکونو 13 اربه او 70 کروړه روپۍ قرضې ورکړي يا قرضې اخستل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دوه پېښې شوي چې پکې د یو قبایلي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې په تير شوا روز کې د کرونا څخه نور 98 کسان مړه شوي چې پکې 37 يواځې په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي دي. اسد عمر ویلي، په ملک کې کرونا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې ده.
د کال 2021 لپاره د صحافتي ازادۍ د درجه بندۍ په اړه خپل تازه رپورټ ار اېس اېف وویل په پاکستان کې د مېډیا د ازادۍ صورتحال داندېښممنۍ وړ دی او د نړۍ د 200 هېوادونو په فهرست کې د پاکستان د تېر کال په څېر سږکال هم په 145 نمبر وو
په اسلام اباد کې د وي او ای خبریالې عایشه تنظیم سره مرکه کې د پاکستان صدر دا هم وویل چې افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د انخلا وروسته که چېرې امریکې د پاکستان نه د ډرون جهازونو دپاره د اډو غوښتنه وکړه نو پاکستان به یې ور نکړي
د اکنامک انټيلجنس يونټ (اي ائې يو) د کال ۲۰۲۱ د رپورټ ترمخه پاکستان د انټرنېټ په کارولو کې د نړۍ په ۱۲۰ هيوادونو کې په ۹۰م نمبر دی.
د شمالي وزیرستان نه د تښتول شویو کسانو کورنیو له حکومت غوښتنه کړې ده چې د هغوئ دکورنیو دتښتول شوؤ کسانو دخوشې کولو هڅې دې وکړي.
پاکستان کې دناقانونه ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک په فشار هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو په اړوند دحکومت لخوا پارلیمان ته دپرېکړه لیک وړاندې کیدو نه وروسته وزیراعظم عمران خان په ډاګه کړې ده چې حکومت یې ددغه تندروه ډلې نه دبندیز لرې کولو هیڅ اراده نه لري.
نور کتل