"ګراني يو په دوه سېوا شوې، ما د مياشتې د کور د خرڅ د بجټ دپاره خپل ماشومان د ښه شخصي سکولونو نه سرکاري سکولونو ته راوسته او وړاندې چې به مې ماښام ماشومانو له کور ته خوراک له خواږه يا بل څه راوړه اوس يې نيم راوړم او کله کله يې هډو را نه وړم".
د پاکستان مرکزي بینک (سټیټ بینک اف پاکستان) وائي د روان مالي کال ۲۰۲۱ په مهال په شپږو میاشتو کې بهرنۍ پانګونه ۳۰ فیصدي راټيټه شوې ده او ملکي پورونه په پینځوؤ میاشتو کې ۸۲۹ اربه روپۍ زیات شوي دي.
د ځايي خبريال سليم مجاهد په وينا ترافيکي پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې چې کله د شپې ناوخته دمسافرو یو ډک بس د دملیشه ځواکونو یا لیویز له چوکۍ سره ټکر شوی دی.
په باچا خان پوهنتون د کال 2016م د جنورۍ په 20 ترسره شوي ترهګر بريد کې د وژل شوو زده کوونکو مياندې پلاران اوس هم وايي هغه خلک ورته په ګوته نه کړی شو چې چا دغه بريد کړی او په شا يې کوم لاسونه وو.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان اعلان وکړو، چې په جنوبي وزيرستان کې به نن 3G, 4G انټرنېټ کار پېل کړي، خو بل لور ته په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد کاربنديز روان دی.
عوامي نيشنل ګوند د "انجمن اصلاح الافاغنه"سل کلن جشن نمانځي او د باچا خان اوونۍ په نوم د 20م نه تر 26م جنورۍ پورې غونډې کوي.
د پاکستان مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز تور لګولی چې حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف ته د اسرايل او هند لخوا پېسې ورکړی شوي دي، خو د تحریک انصاف د حکومت وزيرانو دغه تورونه رد کړي دي.
د مور او پلار د انکار، د سفر او د پولیو کېمپېن په مهال د ماشومانو په کور کې د غېر موجودګۍ په سبب، د چارواکو په وېنا، دغه 305464 ماشومان د پولیسو وېکسین نه محرومه پاتي شوي دي
دمخالفو ګوندونو دایتلاف پاکستان ډیموکریټک مومنټ له اړخه د پاکستان د الیکشن کمیشن مخې ته نهې یا سه شنبې په ورځ احتجاج پیل کړل شوی ترڅو دټولټاکنو په کمیشن فشار راوړي چې واکمن ګوند تحریک انصاف سره بهر نه د شوؤ مرستو قضیه زر تر زره فیصله کړي.
دپاکستان دائین له مخې دسیمه ییزو حکومتونو دائیني مودې پوره کېدو وروسته په 120 ورځو کې دننه دنوؤ سیمه ییزو حکومت جوړولو دپاره په لاندې کچه ټاکنې اړینې دي خو دکال نه دزياتې مودې تېرېدو باوجود دبلدیاتي ټاکنو په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا څه پرېکړه نه ده شوې.
د پنجاب سرښار لاهور کې د ترهګرۍ ضدعدالت د لاقانونه مذهبي تندرويه ډلې جماعت الدعوه درېوؤ مشرانو ته ترهګرو سره دمالي مرستو په دوؤ نورو مقدمو کې دبند سزاګانې اورولې دي.
د سعودي عرب د بشري حقونو کمېشن ویلي، په کال 2020م کې په سعودي عرب کې 27 کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې چې پکې د نهه کسانو تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی.
نور کتل