د امریکې په شام ممکنه حمله او د ډیوه ریډیو مباحثه

Deewa Talk Show Washington2Khyber

په پروگرام کې ټول څېړونکي صلاح وو امريکه حمله کوي
د امریکې صدر اوباما ویلي د شام حکومت پخپلو ښځو، سړو او ماشومانو د ٢١ مې پیړۍ تر ټولو خطرناکه کمیائي وسله استعمال کړې او د ١۴٠٠ نه زیات انسانان يي وژلې. د امریکې مشران فکر کوي دوي د نړۍ طاقتوره هیواد په حیث د نړۍ انتظام توله ساتل خپله ذمه واري گڼي.
صدر براک اوباما په شام د حملې اعلان خو کړی ولې وايي د هیواد په کانگرس کې يي د بحث خواست منظور کړی. څیړونکې وايي په شام د امریکې ممکنه برید په نړۍ کې د انتظام توله سمولو د پاره اهمیت لري خو چین او روس وايي امریکې ته په شام عسکري حمله نه دي کول پکار او ددغه شخړې سیاسي حل پکار دی.

د پاکستان د پوځ پخواني چارواکې ویلي امرېکې په شام د حملې فیصله کړې او هغه داسې څوک نه وینې چې په عملي توگه د امریکې په ضد د ودریدو توان لري


د ډیوه ریډیو په پروگرام واشنگټن نه تر خیبره کې د پاکستان د پوځ پخواني چارواکې برگیډیئر سعد محمد خان ویلي امرېکې په شام د حملې فیصله کړې او هغه داسې څوک نه وینې چې په عملي توگه د امریکې په ضد د ودریدو توان لري. په پروگرام کې د اوهایو سټیټ یونیورسټۍ د منځني ختیز د مطالعي مشر ډاکټر عالم پایند وویل په شام د حملې غوښتنه خپله د شام خلک او ځېنې عرب هیوادونه هم غواړی.
امریکا کې د یوې بلې څیړنیزه ادارې پوليټک مشر څیړونکی عارف انصار په پروگرام کې د شرکت په وخت ویلي هغه فکر کوي امرېکې له په شام د حملې نه مخکې د خپل هیواد په کانگرس کې بحث کول پکار وو. هغه وايي د جنگ د اعلان نه ورسته د هیواد په کانگرس کې بحث یو شمیر سوالونه پورته کولو موقع په لاس ورکړې.
په دغه پروگرام کې د ډیوه ریډیو نورو کوربنو د امریکې نشریاتي او مطبوعاتی ادارو جائزې نه علاوه کانگرس کې کیدونکې بحث ته کتنه کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

ددغه پروگرام کوربه رحمان بونیری وو. دلته ېي واورۍ