گورنر کونړ: د ډېورنډ په غاړه د تحريکيانو او امارتېانو جگړه شوې

د کنړ ګورنر شجاع الملک جلاله ویلي دي د پاکستان سره د کنړ ۱۶۲ کلومیټره اوږده پوله ده او د دواړو خواو نه پری وسله وال اوړي راوړي

د کنړ ګورنر شجاع الملک جلاله ویلي دي د پاکستان سره د کنړ ۱۶۲ کلومیټره اوږده پوله ده او د دواړو خواو نه پری وسله وال اوړي راوړي. ښاغلي د ډیوه ریډیو سره د ټیلي فون په لیکه په ځانګړي مرکه کې ویلي دي په ورستیو کې د ډیورنډ په پوله په ترکاڼۍ اولس والۍ کې د تحریکیانو او امارتیانو تر مینځه جګړه شوی چې پکې د دوه کسانو د مرګ نه هم خبر شوی، ولی واېي د سوات د طالبانو د کمانډر ملا فضل الله د مرګ څه ثبوت ورسره نشته. د پاکستان په مطبوعاتو کې راغلي وو د افغانستان په کنړ کې د طالبانو د دووه ډلو تر مینځه د جګړی په وخت فضل الله وژل شوی. فضل الله په ورستیو کې د خیبر پښتونخوا په دیر سیمه کې د پوځ یو ستر مشر میجر جنرال ثناء الله نیازي په وژنه په یوه ویډیو کې په جشن نمانځلو ښودل کیږي.
شجاع الملک جلاله واېي دا مني چې د کنړ په لرو پرتو سیمو کې د حکومت عملداري نشته او دغلته ځني وسله وال ګوندونه پټ دي. خو واېي دوي ته حکومت ځاېي نه دی ورکړی. د پاکستان او افغانستان چارواکي په یو بل په خپله خاوره دشمنانو ته د پناه ورکولو تورونه پوری کوي. نور تفصیل د ښاغلي جلاله په مرکه کې واورۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

د کنړ ګورنر شجاع الملک جلاله د رحمان بونېري سره مرکه