مولانا واېې: "حکومت په غلطه دی خطا دی"

مولانا واېې: "حکومت په غلطه دی خطا دی"

د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان وېلي دي د حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو طریقه کار خطا او بی لارې دی. مولانا د ډیوه ریډیو سره په یوه ځانګړی مرکه کې وېلي حکومت د غیر سیاسي خلکو د لاری د غیر سیاسي طالبانو د سیاسي ډلې مذاکرات هغه ته ټوقه ښکاري.
مولانا واېي د دغه غیر منطقي طریقه کار یا مکینزم لاندی مذاکرات د کامیابیدو هیڅ طمعه نه کوي خو واېی د کامیابۍ دعا به ورته کوي. مولانا فضل الرحمان وېلي دي د پاکستان قیادت د قباېلي سیمې د اولس سره کړی لوظ مات کړیدی. هغه اوېل د ټولو سیاسي ګوندونو په کانفرنس کې لوظ شوی وو چې د ټولو فریقینو سره به مذاکرات کیږي. خو وس حکومت یواځې تحریک طالبان سره خبرې کوي. مولانا اوېل د طالبانو نه علاوه نوری عسکري ډلې اوس د خپلو غوښتنو لپاره حملې کولې شي.
مولانا د یو سوال په ځواب کې اویل چې دده د ټول ګوندیز کانفرنس تجویزونه دا وو چې د اسلامي نظریاتي کونسل د سفارشاتو په اساس دی په پارلیمان کې قانون سازي اوشي. هغه اووېل په هغه باندی اوس د کردار نه ادا کولو تور غلط دی او غیر سنجیده خلک ېې پری پوری کوي. مولانا فضل الرحمان د حکومت لخوا د طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومتي او پوځي چارواکو د نوې کمیټۍ د جوړولو په حقله د یو سوال په ځواب کې اوېل په داسې کولو سره حکومت په ځان د یو ناکامه پردی اچولو کوشش کوي.
نور تفصیل په مرکه کې اوریدې شۍ

Your browser doesn’t support HTML5

مولانا واېې حکومت په غلطه دی خطا دی