پاکستان وایی د شمالي وزیرستان کډوال پاللې شي

حکومت فیصله کړې چې کوم خلق په کېمپونو کې نه پاتې کېږي نقدې به ورته ورکوي

د قدرتي آفتونو په وخت د مرستو رسولو د پاکستان قامي ادارې این ډي ایم ای چیر مېن ویلي دی په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملیاتو ضرب عضب په وخت حکومت د ځایی کډوال شوو خلقو مرستې کوي خو وایی زیاتره خلق په حکومتي کېمپونو کې د پاتې کیدلو په ځایی په نزدې صوبه خېبر پښتونخوا کې د خپلوانو کره پاتې کیدل خوښوي. مېجر جنرل محمد سعيد اليم ډيوه رېډیو سره په ېوه مرکه کې ویلي دي چې دا وخت خلق خوراک، کورونو، دوایانو او د څکلو صفا
اوبو ته ضرورت مند دي چې د قامي ادارې این ډي ایم ای په مرسته ورته رسول کېږي. هغه وایی حکومت فیصله کړې چې کوم خلق په کېمپونو کې نه پاتې کېږي نقدې به ورته ورکوي
ښاغلې سعيد وایی پاکستان په خپله د کډوالود مرستو توان لري او د یو این یا بلې کومې نړيواله اداری نه یی مرستی نه دي غوښتلې. افغانستان ته د خلقو اوښتو په حقله ښاغلي سعيد اوویل چې د پلې دواړه خوا ته پښتانه پاتې کېږي او خپلو کې نزدې خپلوان دي نو که څه خلق تلي وي نو څه عجيبه به نه وي.

ښاغلې سعيد وایی چې د پاکستان ټولو ادرو په خپلو کې کوټلې رابطې دي او د کډوالو په مرستو کې ورته څه قسمه مشکلات نشته دی. ښاغلې سعيد وایی چې د شمالي وزيرستان نه کډوال شوو کسانو ته په چیک پوستو د پولیو څاڅکي هم ورکول کېږي

Your browser doesn’t support HTML5

این ډي ایم ای چیر مېن مېجر جنرل محمد سعيد اليم رحمان بونېري سره مرک