ما ځان په مړ حساب کړو

Your browser doesn’t support HTML5

طفيل او د هغه بچ شوي ځوي احمد خپله د سترگو ليدلې حال بیا نوي-

چې طالبانو حمله وکړه نو زه د سکول په هال کې په درېم قطار کې ولاړ اومه او زما ورور شېرشاه ما نه مخکې ولاړ ؤ- چې ډزې شوې نو شېرشاه غږ کړو احمده! او ما ورته په ځواب کې اوییل سر ښکته کړه- او د ناتاره ډزو په وخت مې خپله سر د کرسۍ لاندې کړو او ځان مې په مړ حساب کړو- احمد دا قیصه ډیوه ریډیو ته په ټلېفون کړې- احمد دیارلس کلن دی او په ارمي پبلک سکول کې د اووم جماعت طالبلعلم دی- د هغه مشر ورور شیرشاه چې د نهم جماعت طالبلعم ؤ په دغه حمله کې وژل شوی دی- د شېرشاه پلار طفیل خټک واېي چې د سحر یولس بجې خواوشا یې په ټي وي په پېښور کې په ورسک روډ په ارمي پبلک سکول د حملې خبر وکتلو نو ځان ېی دپېښې ځائ ته وروسؤ- هغه واېي څه شيبه کې د سکول نه په ایمبولینسونو کې مړي راوتل شورو شو –

دوه نیمې بجې طفیل ته د هغه کشر زوي احمد ټليفون اوکړو چې هغه بچ دی خومشری شېرشاه بچ نه ؤ پاتې هغه هم طالبانو د 132 نور ماشومانو سره وژلې ؤ- طفيل او د هغه بچ شوي ځوي احمد د ډيوه ریډیو په پروگرام واشنگټن ټو خیبر کې رحمان بونیري ته خپله د سترگو ليدلې حال بیا ن کړې-