د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه یو ځل بیا د پاکستان د قبایلي سیمې د اصلاحاتو پلوي کړیده او ویلي یې دي چې دا اصلاحات ددغه سیمې دومداره سولې لپاره ضروري دي.
د پوځ د عامه اړیکو د څانګې آی اس پي ار تر مخه د پوځ مشر ویلي قبایلي سیمې ته د هېواد د نورو برخو په څېر حثیت ورکول به د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې لا نورې هم خوندي کړي.
جنرال باجوه ویلي:
(زمونږ توجه اوس پدې کې دی چې په فاټا کې د خپلو عملیاتو لاسته راوړنې د یوې دوامدارې سولې او ثبات لپاره و کاروو او ددې کار لپاره د فاټا اصلاحات ضروري دي.)
د قبایلي سیمو سیاسي فعالین وايي چې د پوځ پرلپسې بیانونو وروسته چې پکې د قبایلي سیمو د اصلاحات ملاتړ شویدی دوی نه پوهېږي چې د اصلاحاتو دا عمل د پارلمان او حکومت لخوا ولې ځنډول کیږي.
د قبایلي سیمې د اصلاحاتو مبارزه کونکي پوښتنه کوي چې د هېواد ځواکمنه اداره پوځ دغه بیانونه ورکوي نو بیا ددې اصلاحاتو مخه چا نیولې ده.
ځینې څېړنکاران وايي کیدای شي د پوځ پالیسۍ دوه مخې وي.
یو اړخ ته پوځ نه غواړي چې د قبایلی سیمو اصلاحات ترسره شي او بل پلو غواړي چې د اصلاحاتو د ملاتړ له بیانونو سره ددې اصلاحاتو د ناکامۍ پړه د هېواد په سیاستوالو باندې واچوي.
د پاکستان کابیني په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو منظوري په مارچ میاشت کې ورکړې وه چې په ترڅ کې به یې له قبایلي سیمو څخه دانګریز د وخت تور قانون یا اف سي آر چې د ۱۹۰۱ میلادي کال راهیسې چلېږي له منځه ولاړ شي.
همدارنګه ددغو اصلاحاتو په لړ کې به قبایلي سیمه د خیبر پښتونخوا برخه وګرځي او د فاټا ددغو اصلاحاتو د عملي کیدو لپاره پنځه کاله وخت ټاکل شوی وه.
د پاکستان دوه سترو سیاسي ډلو چې یوه یې د مولانا فضل الرحمن تر مشرۍ لاندې د جمعیت اسلام ډله او بله یې د محمود خان اچکزي تر مشرۍ لاندې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ده ددغو اصلاحاتو مخالفت کړی وه.
پدې دواړو سیاسي ګوندونو دا نیوکې کیږي چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره یې دغه مخالفت پیل کړیدی کوم چې د قبایلي سیمې د یوه عام وګړي په ګټه نه دی.
پښتانه مشران وايي د قبایلي سیمو اصلاحاتو او په خیبر پښتونخوا کې د ورګډېدو سره نه یواځې دا چې د دغې سیمې عامو خلکو ته خپل بشري او قانوني حقونه ترلاسه شي بلکه په قامي او صوبايي کچه به یې په پارلمان کې د استازو شمېره هم زیاته شي.