تر اعلامیې وړاندې داسې رپوټونه وو چې پاکستان به د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړل شي خو داسې ونه شول.
د مالیې د څار نړیوالې ادارې ویاندې ویجمینجا له پېرس څخه وي.او.اې ډیوه ته ویلي:
"څه چې موږه په رسمي اعلامیه کې لیکلي، نو همدغه دي"
له نوموړې نه پوښتنه وشوه چې پاکستان په نوملړ کې شامل دی او که نه، د هغې ځواب وو:
"زه د رسمي اعلامیې نه هاخوا څه ویلای نه شم".
د پاکستان د دفاع وزارت په یو ټویټ کې لیکلي، چې پاکستان ته د مالیې د څار نړیوالې ادارې په رسمي توګه تر اوسه څه نه دي ویلي.
"د مالیې د څار نړیوالې ادارې خبرې اترې ډېرې پټې کېږي او دغې ادارې په خبرو کولو باندې سخت بندیز لګولی"
په اسلام اباد کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال سلمان مسعود په خپل یوه ټویټ کې لیکي:
" رسمي اعلامیې ته کتنه ښایي چې د پاکستان نوم په لیسټ کې نه شته"
په رسمي اعلامیه کې د شمالي کوریا او ایران په اړه سختې اندېښنې ښودل شوي او بیرته په لیسټ کې پاتې شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر جاوید فیصل د جمعې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې د دې اعلان له تاییدولو یا ردولو ډډه کړې وه او ویلي یې وو:
"پرېږدئ چې هر څه ښکاره شي، له هغه وروسته کولای شو د پاکستان او امریکې د اړیکو په اړه څه ووایو"
امریکې د پېرس په غونډه کې د پاکستان په اړه دا وړاندیز کړی وو چې د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور دې په نړیوال لیسټ کې شامل شي او دا ګام د هغې پراخې تګلارې په اساس اخیستی وو، چې مقصد یې پر پاکستان فشار راوستل او له هغو وسلوالو سره د دې هېواد اړیکې شلول وو، چې په افغانستان او هند کې ناکراري جوړوي.
امریکې تېره اوونۍ هڅه وکړه چې د ماليې د څار د نړیوالې ادارې د غړو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي او پاکستان د هغو هېوادونو په تش په نامه خړ لیسټ کې شامل کړي، چې د ترهګرۍ د مالي سرچینو په ضد کافي مبارزه نه کوي خو بریالۍ نه شوه.
پاکستان د پېرس د غونډې تر وروستۍ شېبې هڅه وکړه چې د څار په نړیوال نوملړ کې له شاملېدو ځان و ژغوري او په دې ترڅ کې یې د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید په مشرۍ د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت ډلو د جایدادونو او بېنکي اکاونټونو په تړلو هم لاس پورې کړ.
که څه هم د مالیې د څار نړیوالې ادارې پرېکړه کړې وه چې پاکستان د څار په نړیوال نوملړ کې شامل کړي، خو د پرېکړې د عملي کولو له بهره داسې څرګندېږي، چې اسلام اباد به تر راتلونکې جون میاشتې په رسمي توګه په دې نوملړ کې اعلان نه شي.