پاکستان وایي د افغانستان د ښېګړې لپاره هر څه ته تیار دی

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وایي، په افغانستان کې د لسیزو راهیسې روانو جګړو له امله افغانانو ډېر څه بایللي دي، خو وایي د جګړې له امله د پاکستان هم ډېر تاوان شوی دی.

ولسمشر ممنون حسین افغان زده کوونکو ته په وینا کې وویل، چې هېواد یې د افغانستان د ښېګړې لپاره هر څه ته تیار دی:

"زما باور دی چې ستاسې هېواد افغانستان چې له تاسې څه هیلې لرئ، په پاکستان کې تر تعلیم کولو وروسته به یې تاسې په ښه ډول پوره کړئ"

د پاکستان په پوهنتونونو کې په زدکړو د بوختو افغان زده کوونکو یوې ډلې د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼې کې د دې هېواد له ولسمشر ممنون حسین سره ولیدل.

په دې غونډه کې د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال هم ګډون کړی وو.

څېړونکي وایي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره که یوې خواته د حکومتي چارواکو او د سفیرانو تر منځ د اړیکو لړۍ دوام لري، خو بلې خواته هڅه کېږي چې په پاکستان کې د تعلیم لپاره د راغلیو افغان ځوانانو په وسیله هم افغانستان ته مثبت پیغامونه ولېږل شي.

په لاهور کې د افغان زده کوونکو لپاره د په پاکستان کې د تعلیم لپاره د ۳۰۰۰ سکالرشپونو د دویم پړاو د پرانیستنې غونډه.

​د پاکستان ولسمشر ښاغلي حسین هیله څرګنده کړه، چې د زدکړو تر بشپړولو وروسته به افغان ځوانان په خپل هېواد کې د پاکستان وکالت کوي:

"تاسې چې افغانستان ته ستانه شئ نو ذمه وارۍ به مو دوه چنده شي، بیا به نه یواځې د افغانستان استازي یاست، بلکې هلته به د پاکستان استازیتوب هم کوئ او له خپلو خلکو سره به خپلې تجربې شریکوئ"

ولسمشر ممنون حسین د چا نوم وا نه خیست، خو ویې ویل ځینې عناصر د افغانستان او پاکستان تر منځ غلط فهمۍ پیدا کوي، چې وایي په وړاندې یې د دواړو هېوادونو چارواکو ته په سړه سینه د پرېکړو کولو اړتیا ده.

"زه کله کله ډېر افسوس چې تر ځینو پېښو وروسته ځینې خلک- چې نه د افغانستان دوستان دي نه د پاکستان- د دواړو هېوادونو تر منځ غلط فهمۍ پیدا کوي"

ولسمشر ممنون دا خبرې په داسې وخت کې کړې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه کېدو په مقصد دوه اړخیزې خبرې دوام او د دواړو هېوادونو لوړپوړي پلاوي کابل او اسلام اباد ته سفرونه کوي.

په لاهور کې د افغان زده کوونکو لپاره د په پاکستان کې د تعلیم لپاره د ۳۰۰۰ سکالرشپونو د دویم پړاو د پرانیستنې غونډه.

پاکستان د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر کې د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام له مخې د نورو ۳۰۰۰ افغان زده کوونکو لپاره تعلیمي وظیفې (بورسونه) اعلان کړل. تر دې وړاندې په لومړي پړاو کې هم ۳۰۰۰ افغان زده کوونکو د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زدکړې بشپړې کړې.

په دویم پړاو کې به افغان زده کوونکي د راتلونکو پینځو کلونو لپاره په پاکستاني پوهنتونونو کې نه یواځې تر ماسټرۍ پورې زدکړې کوي، بلکې په لومړي ځل د ایم فل او پي ایچ ډي زده کوونکو ته هم سکالرشپونه ورکول کېږي.

پاکستاني چارواکي وایي تر اوسه شاوخوا ۴۸۰۰۰ افغانانو په تعلیمي بورسونو د پاکستان په تعلیمي ادارو کې زدکړې بشپړې کړې دي، چې اوس په افغانستان او بهرنیو هېوادونو کې په سرکاري او غیرسرکاري څانګو کې دندې تر سره کوي.