د افغانستان وکټ کيپر لوبغاړي محمدشهزاد باندې د نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې په دوه لوبو بندېز لګول شوی دی، هغه ته په لوبه کې د اؤټ کېدو وروستو د لوبغالي د قانون د سرغړونې په سر په دوه لوبو کې د بندېز سزا اورول شوې ده.
شهزاد د زمبابوی پرضدلوبه کې په دوېم نمبر د اؤټ کېدو وروستو خپل بېټ د لوبغالي پيچ له په زوره راپرېښودی او دغسې کول د کرکټ د لوبغالي سرغړونه ده، په نوموړي باندې د لوبې ۱۵ سلنه (فيصده) فيس د جرمانې په توګه هم لګول شوی او يو ډرمېټ پوائنټ ورته ورکړی شوی دی.
شهزاد له دې وړاندې هم په دوه کاله موده کې دوه ځله د کرکټ قوانين مات کړي او درې ځله ورته د ډرمېټ پوائنټونه ورکړی شوي وو.
وکټ کيپر لوبغاړی په داسې حال کې د دوه سياليو څخه بهر کړی شوی چې نوموړی دوه مياشتې وړاندې د يو کال سزا پوره کېدو وروستو بيرته لوبډلې ته راستون شوی ؤ.
په شهزاد د ممنوعه درملو خوړلو په سر د یو کال دپاره د لوبې څخه بندېز لګول شوی ؤ.
نوموړی به اوس د هانګ کانګ او نيپال لوبډلو پرضد ونه لوبيږي.
افغان لوبډله په داسې حال کې د شهزاد د سزا ښکار شوې چې وړاندينۍ دواړه سيالۍ يې بايللي دي.
افغان لوبډلې ته به کول وي چې د غوراوي په سياليو کې د سُپر سيکسز پړاؤ ته ورسي او د راتلونکې کال انګلستان کې کېدونکي کې نړیوال کپ کې ځای جوړ کړي.
د زمبابوی پرضد پرونۍ لوبه کې بل افغان لوبغاړي مجيب الرحمان ته هم درې ډرمېټ پوائنټونه ورکړل شوي او د لوبې نيم فيس جرمانه پرې لګول شوې ځکه چې هغه د زمبابوی په لوبغاړي پسې د شا نه په ملا ويشتی دی.
په دغه لوبه کې د زمبابوی په برېنډن ټېلر باندې هم د امپاير د اؤټ کولو په سر د غصې رويه څرګنده کړې او د لوبې ۱۵ سلنه فيس جرمانه پرې لګول شوې ده.