کراچۍ :د پي اېس اېل د فاينل دپاره تيارۍ بشپړ کړی شوي

د نيشنل کرکټ سټيډيم مرکزي دروازه

په کراچۍ کې د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل) درېم د فاينل دپاره تيارۍ بشپړ کړی شوي دي.

فائنل سبا د يکشنبې/ اتوار په ورځ ۲۵م مارچ باندې د پېښور زلمي او اسلام اباد لوبډلو ترمنځ ټاکل شوی دی. فاينل سیالي به د کراچۍ په نېشنل سټيډيم کې ترسره کيږي.
د کراچۍ په غټو سړکونو د پي اېس اېل په کراچۍ کې کېدو دپاره د هرکلي بورډونه لګول شوي دي.

په سړکونو او څلور وارو باندې د د لوبغاړو په بېلابيل انداز کې عکسونه لګول شوي او خلک ورسره عکسونه هم جوړوي.

سبا د امنيت په موخه لوبغالي پله تلونکې لارې تړل شوي او د کراچۍ د ټرېفک پوليس بدلې لارې اعلان کړي چې عام خلک دې په دغو بدلو لارو تګ کوي.

چارواکي وايي په لوبغالي کې دننه هم تیاري پوره دي او د خصوصي مېلمنو دپاره خاص کرسيانې لګول شوي دي.

د لوبغالي په دروازو او دننه لوبغالي کې د رېنجرز ځواکونه په ځای کړی شوي او په بهر سړکونو باندې پوليس په ځای کړی شوي دي.