اسلام اباد يونائټډ په دوېم ځل د پي اېس اېل اتلولي وګټله

د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل) درېم په پايلوبه (فاينل) کې د اسلام اباد لوبډلې د پېښور زلميو ته په درېو وکټو ماتې ورکړه او په دوېم ځل يې د پي اېس اېل اتلولي وګټله.

د کراچۍ په نيشنل کرکټ لوبغالي کې د پي اېس اېل د پايلوبې پچه ټاس د پېښور لوبډلې کپتان ډېرېن سمي ګټلی او لمړی بيټنګ يې کړی ۱۴۸ رنزونه يې جوړ کړي وو.

د اسلام اباد لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۷م اوور کې په اووه لوبغاړو سوځېدو پوره کړو او په دوېم ځل يې د پي اېس اېل اتلولي وګټله.

د اسلام اباد په لوبډله کې رونچي ۵۲ رنزونه، صاحبزاده فرحان ۴۴ او اصف علي ۲۶ رنزونه جوړ کړه، دا د اسلام اباد په لوبډله کې زيات رنزونه وو.

د پېښور په بالرانو کې حسن علي، وهاب ریاض او جورډن دوه وکټې واخستې او عمېداصف په يو وکټ اخستو کې بريالی شو.

له دې وړاندې د پېښور لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په نهو لوبغاړو سوځېدو ۱۴۸ رنزونه جوړ کړي او د اسلام اباد لوبډلې ته يې د ۱۴۹رنزونو هدف ورکړی ؤ.

د پېښور زلمي لوبډلې لمړی او تکړه لوبغاړی کامران په يو رنز، پلېچر په ۲۱، محمد حفيظ په اته، جارډن په ۳۶، سعدنسيم په دوه، عمېد اصف په صفر، کپتان ډېرن سمي په شپږو رنزونو اؤټ شوی او وهاب ریاض په ۲۸ رنزونو ناټ اؤټ پاتې شوی ؤ.

د اسلام اباد يونائټډ په بالرانو کې پټيل دوه ، شاداب خان درې، حسېن طلعت دوه او محمد سميع يو لوبغاړی اؤټ کړي وو.

تير ځل (۲۰۱۷م) کې د پي اېس اېل اتلولي د پېښور او په لمړي ځل (۲۰۱۶م) کې د اسلام اباد لوبډلې ګټلې وه.

په کراچۍ کې د پايلوبې کتلو له د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د خصوصي مېلمه حېث، د سندهـ صوبې وزيراعلی مراد علي شاه ، ګورنر محمد زبېر او د خېبرپښتونخوا ګورنر ظفراقبال جګړا سره نور لوړ پوړي چارواکي هم راغلي دي.

لوبه د کراچۍ په وخت په اته بجې پېل شوې ده او په شپږ بجې د لوبې د پرانستې دستوره پېل شوې چې پکې سندرغاړو سندرې ويلي او رقصونه شوي وو.

په لوبغالي کې د چارواکو د شمېرې ترمخه د ۳۲ زرو نه زيات خلک د لوبې کتلو له راغلي وو.

په لوبغالي کې د لوبې کتلو دپاره په يو زر، دوه زره څلور زره ، اته زره او ۱۲ زره روپۍ ټکټونه خرڅ شوي وو.

په کراچۍ کې د پي اېس اېل د فاينل په مهال د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي او د لوبغالي نه چاپېره په ۱۴ دروازو او دننه د رېنجرز ځواک سرتيري په ځای کړی شوي او د لوبغالي نه بهر د اته ؤ زرو نه زیات پوليس په ځای کړی شوي او لوبغالي ته د عامو ګاډو د تګ راتګ لارې هم تړل شوي وو.

د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې د کال ۲۰۰۹م د فرورۍ د میاشتې نه وروستو په لمړي ځل د کرکټ په دومره غټه کچه لوبه کيږي. د کراچۍ په لوبغالي کې په وروستي ځل د پاکستان او سري لنکا لوبډلو ترمنځ پينځه ورځنۍ ټېسټ لوبه شوې وه.

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي په کراچۍ کې د پي اېس اېل پایلوبه کول غټه کاميابي ګڼي او وايي چې د داسې کولو سره د نړیوال کرکټ لوبغاړو پاکستان ته د راتګ لاره هواره شي.