امریکې هم د شپېتو (۶۰) روسي سفارتکارانو د ایستلو اعلان وکړ

پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال، چې له خپلې لور سره په برتانیا کې زهر ورکړل شول.

لاوروف د خپلو دومره زیاتو سفارتکارانو د ایستلو پرېکړه د امریکې له خوا پر خپل هېواد "عظیم فشار" بللی دی.

د نورو یورپي هېوادونو غوندې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکې حکومت هم د برتانیې په ملاتړ ۶۰ روسي سفارتکارانو ته امر کړی چې په یوه اوونۍ کې له امریکې ووځي.

د دې تر څنګ یې د واشنګټن ایالت په سیاټل بندري ښار کې د اپرېل تر ۲مې د یوې روسي کونسلګرۍ د تړلو اعلان کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د اطلاعاتو مرستیال سیکرټر راج شاه رسنیو ته د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه یو مهم ګام وباله، ځکه چې وایي دغه روسان د سفارتکارۍ په پوښ کې جاسوسي چارې تر سره کوي.

راج شاه وایي د ولسمشر ټرمپ ادارې د هغوی د ایستلو پرېکړه یې په نړۍ کې د روس د استخباراتي وړتیاوو د کمولو په خاطر کړې ده:

"ولسمشر ټرمپ له ډېرو بهرنیو مشرانو، یورپي متحدینو او نورو سره خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول چې د امریکې له دې اعلان سره یووالی وښيي".

کومو روسي سفارتکارانو ته چې له امریکې د وتلو امر شوی په هغوی کې ۴۸ په امریکه کې د روس په سفارت او بېلابېلو کونسلګریو کې کار کوي او پاته ۱۲ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دي.

د اسټرېلیا او امریکې په شمول ۲۲ هېوادونو تر اوسه پورې تر ۱۰۰ زیاتو روسي سفارتکارانو ته له خپلو هېوادونو د وتلو امر کړی دی، چې ورباندې د روسي جاسوسانو تور دی.

دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو، چې د روانې مارچ میاشتې په ۴مه نېټه د برتانیې په سیلسبري ښار کې یو پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا په بې هوښه حالت کې وموندل شول او پر روس تور ولګېد چې زهر یې ورکړي او د دوی د وژلو هڅه یې کړې ده، خو روس دا تورونه رد کړي دي.

پر روس د دې کار په تور لومړی برتانیې ۲۳ روسي سفارتکارانو ته له خپلې خاورې د وتلو امر وکړ او بیا یې له نورو لوېدیځو هېوادونو هم وغوښتل، چې د روس د غندنې په ملاتړ د برتانیې ملګرتیا وکړي، چې بیا روس هم په ځوابي غبرګون کې د برتاینې ۲۳ سفارتکارانو ته له خپل هېواده د وتلو امر وکړ.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، حکومت به یې د امریکې دې اقدام ته ځواب ووایي، چې پر ۶۰ روسي سفارتکارانو یې د جاسوسۍ تور لګولی او له امریکې د وتلو امر یې ورته کړی.

لاوروف د خپلو دومره زیاتو سفارتکارانو د ایستلو پرېکړه د امریکې له خوا پر خپل هېواد "عظیم فشار" بللی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په برتانیه کې پخواني روسي جاسوس او د هغه لور ته د زهر ورکولو پېښه پر هغوی د اعصابي برید په تور "د کیمیایي وسلو د تړون بېسارې سرغړونه او د نړیوال قانون ماتول ګڼلي".