د سوريې پوځ وییلي د دوما ښار په ګډون د ختیځ غوطه زیاتره سیمې خپل تر کنټرول لاندې راویستي

د سوريې پوځ د خالي یا شنبې په ورځ وییلي، دوې د ختیځې غوطه سیمې زیاتره ښارونه او کلي د دوما په ګډون خپل تر کنټرول لاندې راویستي چیرې چې یې په وروستیو کې خپل عملیاتونه چټک کړي وو.

د سوريې د پوځ ویاند وييلې د اونیو راهسې دوامدارو عملیاتو په ترڅ کې دمشق ښار کې امنیت پر ځای شوې او له هم دې ښار څخه د هیواد نورې سیمې او لارې هم په خپل کنټرول کې راویستي.

د یاغیانو وروستي ډلې هم د جوبار، اربین او ایین ترما ښارونه پریښي. په دولتي ټلویژنونو ويډیوګانې انځوروي چې د سوريې د پوځ قومندان (کمانډر) هم له هغو لارو بیرته ښار ته ننوځي پر کومو چې د ياغاینو کتارونه ووتل.

د جګړې له پیله څخه د سوريې ځتیځ ښارونو څخه په لسګونه زره خلک وتلي. دغو سیمو نزدې دوه میلیونه خلک درلودل او ترټولو لوی تجارتي او صنعتي مرکزونه وو.