عباسي: اشرف غني سره ليدنه د بې باورۍ د مينځه لرې کولو کې ګټوره وګرځېده

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي د افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدنه يې د بې باورۍ د مينځه لرې کولو او دوه اړخيزه اړیکو او سيمې د سولې دپاره به ګټور وګرځي.

شاهد خاقان عباسي په بلوچستان کې د يو سړک د پرانستې په مهال وويل د هغه د کابل په سفر کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدنه د بې باورۍ لرې کولو په لړ کې ګټوره وګرځېده.

هغه ووويل سفر به یې د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزه اړيکو او سيمې د سولې دپاره ډېرې کاميابۍ راوړي.

نوموړي وويل افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائي رئيس عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدين حکمتيار سره يې په ډېر ښه ماحول کې او په ټولو چارو په ازاده خبرې وشوې او په دې صلاح شو چې د افغان شخړې حل پوځي نه دی.

شاهد خاقان عباسي وويل اوس به د دواړو هېوادونو مشرتابه ته ثابتول وي چې هغه د سیمې او اولس سره څومره مخلص دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان ـ پاکستان د سولې او يو والي د کاري پلان په عملي کولو موافقه شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي دا موافقه د وزيراعظم د کابل په سفر کې شوې ده.

موافقه په دې شوې ده چې پاکستان د افغانستان په مشرۍ کې د سولې او يو والي د عمل ملاتړ کوي.

دواړه هېوادونه به د داسې تندلارو پرضد کوټلي ګامونه اخلي د کومو نه چې د دواړو امنيت ته ګواښ وي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي دواړه هېوادونه به د دوي پرضد کارېدونکو هلو ځلو کې ککړ کوم ملک، شبکه يا ډله او خلک دې ته نه پرېږدي چې د بل پرضد خاوره وکاروي.

په موافقه شوؤ خبرو د عملي کولو دپاره به د رابطه افسرانو د لارې اړيکې او د پخلي ګډ نظام جوړولی شي.

دغه ډول دواړه هېوادونه به د دې موافقه تګلارې لاندې د يو بل د خاورې ځمکنۍ او فضايي سرغړونه نه کوي، په يو بل د تورونو لګولو څخه به ډډه کوي او د خپلمنځي شخړو او اندېښنو د هواري دپاره د مرستو به لاره خپلوي.

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي دافغان ولسمشر اشرف غني په بلنه د جمعې په ورځ په يوه ورځني سفر کابل ته تلی ؤ.