راشد خان د هند پريميئرليګ کې د کمو رنزونو ورکولو ريکار‌‌‌‌‌‌ډ جوړ کړی

راشد خان

راشد خان

د افغانستان اسپنر بالر راشدخان د هند په پريميئرليګ کې د کمور رنزونو ورکولو ريکارډ جوړ کړی دی.

نوموړي د ممبي انډينز پرضد سیالۍ کې په څلورو اوورونو کې ۱۳ رنزونه ورکړي او يو لوبغاړی يې هم سوځولی دی.

راشدخان چې د سنرايزر حېدر اباد لوبډله لخوا لوبيږي، د ممبۍ انډينز سره سيالۍ کې د راشد خان د ښه بالينګ له کبله د ممبۍ لوبډلې په اته لوبغاړو ۱۴۷ رنزونه جوړ کړی شوي وو.

سنرايزر دغه لوبه په يو وکټ ګټلې او راشدخان بيا د سيالۍ غوره لوبغاړی هم ګرځول شوی دی.

راشدخان په تير يو کال کې د افغانستان د کرکټ ستوری لوبغاړی مخې ته راغلی تراوسه پورې په ۴۴ يو ورځني او ۲۹ ټي ټيونټي نړيوالو سياليو کې لوبېدلی دی.

هغه د اسټريليا، ويسټ انډيز او پاکستان ليګ سياليو کې د لوبېدو وروستو د هند په پریميئرليګ ۲۰۱۸م کې سنرايزر حېدراباد لوبډلې اخستی دی.