پاکستاني چارواکي وایي جنرل مشرف ۴۰۰۰ ورک پاکستانیان پر نورو هېوادونو خرڅ کړي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د بشري حقونو د کمېټۍ په غونډه کې پر دې موضوع بحث شوی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جبري بې درکه خلکو په ضد مبارزې ته ولې پاملرنه نه کېږي.

د ورکو خلکو د سرکاري کمېشن مشر د خلکو د جبري ورکېدنې پړه پر پخواني ولسمشر جنرل پروېز مشرف ور اچولې، خو له نوم اخیستو پرته یې ځینې بهرنۍ استخباراتي ادارې هم پکې تورنې کړې دي.

په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړې نسیمې حفیظ پانیزۍ په غونډه کې ویلي، چې د پښتون تحفظ موومنټ او د هغه د مشر منظور پښتین خبرو ته قصداً غوږ نه نیول کېږي.

د کمېټۍ په غونډه کې د جبري بې درکه خلکو د حکومتي کمېشن مشر ریټایرډ جسټس جاوید اقبال ویلي، چې د پخواني پوځي آمر جنرل مشرف حکومت له کوم تړون او واک پرته ۴۰۰۰ ورک پاکستانيان نورو هېوادونو ته د پیسو په بدل کې سپارلي وو.

د ورکو بلوڅانو کورنۍ

​د ورکو خلکو د کمېشن مشر په غونډه کې دا نه دي ویلي چې د پروېز مشرف د واکمنۍ په وخت دغه پاکستانیان کومو هېوادونو ته سپارل شوي دي، خو ژمنه یې کړې چې د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د کمېشن راتلونکې غونډې ته به په دې اړه معلومات ورکړي.

ښاغلی اقبال وایي په دې کې د هغه وخت د کورنیو چارو مرکزي وزیر افتاب شېرپاو هم لاس لري او غوښتنه کوي چې د پروېز مشرف او شېرپاو دواړو په ضد دې قانوني ګامونه واخیستل شي. اقبال په پاکستان کې د جبري بې درکه خلکو په اړه وویل:

"زموږ کمېشن تر اوسه د ۴۹۲۹ بې درکه کسانو په مقدمو کې د ۳۲۱۹ کسانو په اړه پلټنې پای ته رسولې دي او د ۱۷ جبري بې درکه کسانو پر مقدمو پلټنې دوام لري".

خو د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن بیا د ورکو کسانو د حکومتي کمېشن شمېر ډېر کم ګڼي او وایي چې په بلوچستان، خیبرپښتونخوا او فاټا کې د جبري بې درکه کسانو شمېر تر دې څو چنده زیات دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړې مېرمن نسیمه پانیزۍ له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، د بشري حقونو د کمېټۍ په غونډه کې یې د ورکو کسانو کمېشن ته وویل، کوم کسان چې ورک دي هغوی دې عدالتونو ته وړاندې شي:

د پي ټي ایم له خوا د پېښور په جلسه کې د ورکو کسانو د کورنیو ښځې.

"د پي ټي ایم پېښور جلسې ته زموږ ډېرې خویندې میندې راغلې وې، د چا په لاس کې درې تصویرونه وو، د چا په لاس کې دوه تصویرونه وو، د چا زامن، د چا خاوندان، د چا وروڼه او د چا پلرونه ورک دي، ما دوی ته وویل که دغه کسان ترهګر دي عدالتونه دي سزا ورکړي او که ترهګر نه دي هغه دي خوشي کړي".

مېرمن نسیمه پانیزۍ وایي د ورکو کسانو د کمېشن مشر د ډاډ وړ ځواب ور نه کړ، خو وایي دا یې ورته وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دي د ورکو خلکو شمېر او تفصیل ورکړي، دوی به یې په اړه پلټنې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ د پروېز مشرف د واکمنۍ په مهال پیل شوې او د دې هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو تور لګېږي، چې په زرګونو خلک یې په جبري توګه ورک کړي او وژلي دي.