کندهار: د طالبانو په بريد کې د پوليسو د چټک ځواک قومندان وژل شوی

د افغانستان په جنوب کې پاکستان سره په پوله جوختې پرتې صوبې کندهار کې يوه چاؤدنه کې د پوليسو د چټک غبرګون (پوليس رېپډ رسپانس) ځواک يو لوړ پوړی چارواکی سره د ساتونکي وژل شوی او څلور نور پوليس ژوبل شوي دي.

د کندهار د پولیس چارواکو ويلي نن د چهارشنبې/ شورو په سهار کندهار کې د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون ځواک مشر جانان په ګاډي چاؤدنه شوې او هغه پکې وژل شوی دی.

طالبانو د چاؤدنې زمه واري منلې او ويلي يې دي د جانان په وېګو ګاډي د موټر سايکل د لارې چاؤدنه شوې او هغه سره د نورو پينځه پوليسو د وژنې ادعا يې کړې ده.

د افغان رسنيو ترمخه چارواکو ويلي د جانان په ګاډي پورې باروي مواد پورې نخلول شوي او هغه پرې چاؤدلي دي.

ويل کيږي پوليس مشر جانان د کندهار پوليس مشر عبدالرزاق نزدې تن ؤ.

د راپورونو ترمخه نوموړي قومندان تير کال د سپين بولدک د پولې په خواؤشا کې د ډېورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو سره د نښتې په مهال د افغان ځواکونو مشري کوله.

تير کال د مئي په مياشت کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ سپين بولدک کې د ډېورنډ په کرښه د کلي لقمان او کلي جهانګیرترڅنګ په خواؤشا نورو سیمو کې نښتې شوې او دواړو خواؤ ته پکې مرګ ژوبلې هم اوختې وې.