چيف جسټس د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنيو ته د ځواب باور ورکړی

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي (چيف جسټس) ميا ثاقب نثار

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي (چيف جسټس) ميا ثاقب نثار پېښور کې د ارمي پبلک سکول په بريد کې د وژل شوؤ ميندو پلارانو ته يوه اوونۍ وخت ورکړی چې د دغه پېښې د عدالتي پلټنو کولو په اړوند به ورته مثبت ځواب ورکړي.

د سترې محکمې مشر قاضي چې پرون د پنجشنبې/ زيارت په ورځ پېښور کې د مختلفو قضيو اورېدنه کوله، د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ مانو ميندې ورته د احتجاج په توګه عدالت ته ورغلي او د يادې پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه يې ترې کړې ده.

فضل خان وکيل چې په خپله يې زوی د پېښور په سکول ترهګر بريد کې وژل شوی ؤ، ډيوه سره په خبرو کې وويل چې پرون په پېښور هائيکورټ کې د يادې پېښې په اړوند يوه اورېدنه روانه وه او بيا دغه کورنۍ د مشر قاضي نه د خبرېدو وروستو هغه له ورغلې.

هغه وويل دغو کورنيو د مشر قاضي نه غوښتي چې د يادې پېښې عدالتي پلټنې وکړي، بيا مشر قاضي ويلي چې دا جايز غوښتنه ده خو هغه ته يواځې يو ځل د دغو خلکو دا غوښتنه مخې ته راغلې ده.

نوموړي زياته کړه مشر قاضي بيا په موقع د موجود صوبايي چيف سيکرټري اعظم خان نه په دغه اړوند پوښتنه وکړه چې ولې د دې پلټنې نه دي شوي، چيف سيکرټري ورته ويلي دا کار د هغه په وس کې نه دی.

راپورونه وايي مشر قاضي بيا د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت او مرکزي نه حکومت نه په دغه اړوند ځواب غوښتی او کورنيو ته يې په يوه اوونۍ کې د مثبت ځواب باور ورکړی دی.

فضل خان وايي دغه غوښتنه دوي د يادې پېښې نه سمدست وروستو کړې وه او تراوسه دغه غوښتنه کوي چې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد عدالتي پلټنې دې وکړی شي خو څوک د دوي دا غوښتنه نه اوري.

پېښور کې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه ارمي پبلک سکول باندې ترهګر بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې ماشومان وو.

د ياد بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان قبوله کړې وه.