فریډم نیټورک: پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک وایي، په تېر یوه کال کې د دې هېواد په ټولو صوبو کې پر خبریالانو د تشدد او ځورونو ۱۵۷ پېښې رپوټ شوې دي.

د فریډم نیټورک مشر اقبال خټک وايي، دغه رپوټ د ۲۰۱۷م کال د مې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۸م کال د اپرېل تر لومړۍ نېټې له خبریالانو سره د شویو پېښو په بنیاد ترتیب شوی دی:

"پر خبریالانو د تشدد او ځورونو په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري او په ۲۱ فیصده پېښو کې ناڅرګند خلک لاس لري".

فریډم نیټورک وایي په پاکستان کې د خبریالانو د ویرې او ځورونو حالت د بیان او لیک پر ازادۍ زیات اغېز کړی دی.

اقبال خټک وایي که د پاکستان حکومت او ریاست غواړي چې خبریالانو ته له ډار او خطر پرته د کار فضا جوړه کړي، نو دا رپوټ ورسره ښه مرسته کولای شي.

د فریډم نیټورک مشر اقبال خټک

په رپوټ کې راغلي په تېر کال کې هره دویمه ورځ پر خبریالانو یو برید رپوټ شوی دی، چې وایي په دغو کې د خبریالانو د وژنو، ایسارولو، تښتولو، جسماني تشدد، غیرقانوني نیولو، ځورولو او ګواښونو پېښې شاملې دي.

د فریډم نیټورک په رپوټ کې راغلي، چې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې پر خبریالانو د تشدد تر ټولو زیاتې ۳۵ فیصده پېښې رپوټ شوې دي او دغه ښار د خبریالانو لپاره له خطره ډک ځای ګڼل شوی دی.

خو یو بل خبریال او د پېښور پریس کلب عمومي سیکرټر شهاب الدین وایي، په اسلام اباد او کراچۍ کې خبریالان په مخامخ توګه د موضوعاتو په څېړلو کې برخه اخلي، ځکه له ګواښونو سره مخامخېږي، خو وایي په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې خبریالان خپلې دندې د ویرې په ماحول کې تر سره کوي:

"د قبایلي سیمو او پښتونخوا خبریال له هر ډول ستونځو سره مخ دی، دلته خبریالانو تر پخوا هم کار ګران شوی دی، که خبریال لږ احتیاط کوي او هغه څه نه وایي چې حقایق دي بیا به ستونځې ورته نه وي، خو که خپله ذمه واري سمه تر سره کوي نو بیا به یې ژوند په خطر کې وي".

فریډم نیټورک وایي په تېر ۲۰۱۷م کال کې په پاکستان کې ۵ خبریالان وژل شوي، چې په هغوی کې دوه تنه بخشش الهی او هارون خان په خیبرپښتونخوا او درې تنه عبدالرزاق، منیر راجه او ذیشان اشرف په پنجاب کې وژل شوي دي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې له اوږدو کلونو راهیسې رسنۍ تر کلک بندیز لاندې دي، ځکه خو خبریالان نه شي کولای په ازاده توګه پر هره موضوع ږغ پورته کړي. په دې وروستیو کې په دې هېواد کې په ټیلویژنونو او ورځپاڼو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاجي جلسو د کورېج بشپړ بندیز د بیان د ازادۍ په مخ کې د خنډونو څرګند مثال دی.​

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې د خبریالانو بد وضعیت