افغان خبریالان ولې وژل کېږي؟ په امریکا کې د وژل شویو افغان خبریالانو یادغونډه

د امریکې په ویرجینیا ایالت کې د (ور په ور) مدني ټولنې له خوا په افغانستان کې د وروستیو وژل شویو خبریالانو په یاد غونډه وشوه، چې افغان خبریالانو ته پر ور پېښو ستونځو، د بیان د ازادۍ، د خبریالانو د روزنې او ژغورنې په اړه پکې خبرې وشوې.

د غونډې ویناوالو هم پر افغان حکومت نیوکې وکړې چې وایي د خبریالانو د ژوند په خوندیتوب کې ناکامه دي او هم یې د رسنیو ادارې ملامتې وبللې چې وایي خپلو خبریالانو ته د امنیتي او مسلکي روزنې په برخه کې غفلت کوي.

غونډې ته د وي.او.اې د جنوبي او منځنۍ اېشیا د څانګې مشر اکبر ایازي په خپله وینا کې جرنلزم د مدني ټولنې او جمهوریت بنیاد وباله او ویې ویل چې جرنلزم د ټولنې د مختلفو طبقو تر منځ د تفاهم وسیله ده. ښاغلي ایازي وویل د حکومت تر څنګ د رسنیو ادارې هم دا ذمه واري پر غاړه لري چې د خپلو خبریالانو امنیت ته پام وکړي:

"د افغانستان د مطبوعاتو په قانون کې باید داسې مادې شاملې شي، چې هغه مېډیا او موسسې- چې جرنلسټان استخداموي- دې ته مجبوره کړي چې جرنلسټ ته به تربیه ورکوي، چې څنګه ځان محفوظ وساتي، د هغه د صحي او د ژوند د بیمې شرایط به ورته برابروي".

په ویرجینیا کې د وژل شویو افغان خبریالانو په یاد غونډه.

​په غونډه کې د (کابل ټیلیویژن) مشر امان اشکرېز په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې په تېرو اوولسو کلونو کې په افغانستان کې د خبریالانو د ګواښونو، سپکاوي او تشدد ۱۵۰۰ پېښې شوې دي. ښاغلي اشکرېز وویل په هېواد کې یې د خبریالانو د وژل کېدو مقصد دا دی چې د جمهوريت د دوام لپاره د بیان د ازادۍ مخه ونیول شي:

"جمهوریت له منځه وړل دا دي چې د بیان د ازادۍ ږغ پرې کړل شي، دوی [وسلوال] احساس کوي چې د بیان ازادي همدا رسنۍ، خبریالان، قلموال او کېمره لرونکي ورکوي، ځکه نو دوی فکر کوي چې لومړني دوښمنان یې همدوی دي".

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتاشي مجید قرار غونډې ته په وینا کې وویل، افغان خبریالان چې څومره خپل مسلک ته ژمن دي او په بې طرفۍ سره نړۍ ته د افغانستان حالات په ریښتینې بڼه وړاندې کوي کېدای شي بل ځای یې مثال ونه موندل شي. ښاغلي قرار په افغانستان کې د عامو خلکو او سرتېرو په شمول د خبریالانو په ساتنه کې د افغان حکومت کمزورۍ ومنلې، خو وایي هېواد یې د جګړې په حالت کې دی او حکومت هڅه کوي چې د خپل هر وګړي ژوند وژغوري:

"په دې جګړه کې د دوښمن لپاره هیڅوک هم مستثنٰی نه دي، د اصولو په لحاظ دولت په دې ژمن دی چې د افغانستان د اتباعو ساتنه به کوي خو د توانمندۍ په لحاظ د اوس لپاره دا منو چې ستونځې شته، مګر بیا هم دولت په خپلو محدودو امکاناتو له توان سره سم هڅه کوي چې د خبریالانو او د رسنیو د دفترونو امنیت وساتي".

په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې فعال غړي خلیل پارسا هم ګډون کړی وو، چې په ۲۰۱۶م کال کې په هرات کې په وسلوال برید کې سخت ټپي شو او تېر ۲۰۱۷م کال د امریکې د جمهوریت د ملاتړ ملي ادارې د ډیموکرېسۍ ایوارډ ورکړ. ښاغلي پارسا په خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې خبریالان نه یواځې د وسلوالو له خوا، بلکې د زورواکو او حکومتي چارواکو له خوا هم ځورول کېږي او ګواښل کېږي:

د اپرېل په ۳۰مه په افغانستان کې وژل شوي خبریالان.

"ترهګر چې څومره زیات تبلیغات کوي او خپل ځان پر حق ګڼي، خو د ترهګرۍ په اعمالو تر سره کول رسنۍ بالاخره د دوی څېرې افغان ولس او نړۍ ته رسوا کوي او دا د دوښمنانو لپاره ستره ضربه ده، نو هغوی خبریالان ځکه په نخښه کوي چې هغو د خلکو ږغ او حقایق را برسېره کوي".

د غونډې په پای کې د (ور په ور) ټولنې مشر شراف الدین ستانیکزي یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې افغان حکومت، ملګري ملتونه او د امریکې حکومت یې پکې مخاطب کړل. په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې وه چې په افغانستان کې دې جرنلسټانو ته په خوندي او د امنیت په فضا کې د کار کولو شرایط برابر شي.

په پرېکړه لیک کې دا غوښتنه هم شوې وه چې په کابل او د افغانستان په نورو نورو سیمو کې وروستي بریدونه- چې وایي هدف او قربانیان یې مسجدونه، ښوونځي، د ټاکنو لپاره د نوملیکنې مرکزونه او ژورنالستان وه- باید جنګی جرمونه وګڼل شي او تر سره کوونکو ته یې د ملګرو ملتونو په عدالت کې سزا ورکړل شي.

د غونډې په پای کې ټول ګډونوال په کابل او خوست کې د اپرېل په ۳۰مه د لس تنو وژل شویو جرنلسټانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په توګه د یوه منټ لپاره ولاړ ودرېدل او چوپتیا یې غوره کړه.