په شمالي وزيرستان کې احتجاجي ناسته په څلورمه ورځ دوام لري

شمالي وزيرستان کې احتجاجي ناسته

په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو رامنځته کېدو پرضد په څلورمه ورځ هم په ميرعلي کې احتجاجي ناسته روانه ده چرته چې د شپې په مهال هم خلک موجود وي.

د ميرعلي خپله پوليټيکل انتظامیه مني چې په احتجاج د زرګونو په شمېره کې خلک ناست دي او ټوله شپه هم په دغه ځای تېروي.

چارواکي وايي د دغو خلکو د ساتنې په موخه دغلته امنیتي ځواکونه هم ځای په ځای کړی شوي دي.

د شمالي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ اياز خان د نهې، سه شنبې په ورځ احتجاج کوونکو ته ورغلی خو د دوي سره په خبرو کې څه پرمختګ نه دی شوی چې احتجاجي ناسته ختم کړي.

پوليټيکل انتظامیه وايي نن د شورو، چهارشنبې په ورځ به د احتجاج کوونکو سره د جرګې د لارې خبرې پېلوي، ترڅو دوي په دې اماده کړی شي چې احتجاجي ناسته ختم کړي.

خو احتجاج کوونکي وايي چې څو پورې د دوي غوښتنې نه وي منل شوي دوي به تر هغه وخته پورې په احتجاج ناست وي.

يو احتجاج کوونکي شفقت داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي، د ضرب عضب په عملياتو کې د دوي کورونه او بازارونه وران شوي او باغونه تباه شوي دي او بيا د دوي سره حکومت د عملیاتو د پرامنه وزيرستان ژمنه کړې وه خو اوس دغلته حالات بدل دي.

هغه وويل دلته د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي، د شپې خلک کورونو ته ورګډيږي وژنې کوي او بيا په نامالومو لارو ورکيږي.

هغه وويل دوي به په حکومت خپلې غوښتنې مني، او زياته يې کړه د دوي نه وسله اخستل شوې خو دغلته اوس وسله وال خلک راځي او دوي په کورونو کې وژني.

هغه زیاته کړه د پاکستان د ائين لاندې دوي د يو ملکي وګړي په حېث خپل جايز حقونه غواړي، هدفي وژونکي دې ونيول شي او د ناامنۍ د مخنیوي باور دې ورته په ليکلې بڼه ورکړی شي.

د سورج داوړ په نوم يو تن وويل دا احتجاجي ناسته نوره غځيږي خلک ورته په کاروانونو کې راروان دي حکومت د دوي غوښتنې په جدي، سنجيده ډول نه اخلي ځکه دوي احتجاجي ناسته نوره پراخوي.

هغه وويل دوي په احتجاجي ناسته کې د روژه ماتي او پيشمني، پيشلمي دپاره تيارۍ هم نيسي خو د خپلو غوښتنو منلو پورې د احتجاج څخه نه په شا کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) يو مشر محسن داوړ هم پرون دغه احتجاجي ناستې ته رسېدلی دی او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم بېګا د شپې ویلي چې څنګه وخت په لاس ورشي ځان دغه ناستې ته رسوي.

پرون په شمالي وزيرستان کې د کرفيو لګولو باوجود احتجاجي ناسته روانه وه.