پاکستانۍ شبیکا شیخ هم د ټیکساس سکول په لسو وژل شویو زده کوونکو کې ده

د امریکې په ټیکساس ایالت کې چې په سانټافي سکول کې پر زده کوونکو ډزې وشوې او لس تنه پکې و وژل شول، په هغوی کې یوه پاکستانۍ نجلۍ شبیکا شیخ هم شامله ده.

شبیکا شیخ د (یس ایکسچېنج پروګرام) په بنیاد د تېر ۲۰۱۷م کال د اګست په ۲۱مه امریکې ته تللې وه او ټاکل شوې وه چې تر راتلونکي کوچني اختر مخکې د جون په ۹مه بیرته پاکستان ته لاړه شي خو په دې برید کې و وژل شوه.

پلار یې عزیز شیخ وایي دوی یې د ورتګ لپاره تیارۍ کولې خو تر ورتګ ۲۲ ورځې مخکې یې د مرګ خبر ورغی:

"وروستۍ خبرې مې چې ورسره وشوې راته ویل یې بابا له تېر یوه کاله مې د کور ډوډۍ نه ده خوړلې یواځې د پټاټو په چپسو مې ګوزاره کړې ده، ماته ټول خواړه تیار کړئ. د خپلې خوښې د خوړو اوږد فهرست یې ما او خپلې مور ته را لېږلی وو. موږ یې راتګ ته په تمه وو خو سبیکا د خپل وروستي سفر تیاري وکړه".

د شبیکا وروستی عکس.

د کېنېډي- لوګر "د ځوانانو د تبادلې او مطالعې" (YES) پروګرام له مخې د امریکې په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې هر کال سل پاکستاني زده کوونکو ته د تعلیم موقع ورکول کېږي او شبیکا هم یوه له دغو زده کوونکو وه چې دغه چانس یې تر لاسه کړی وو.

رپوټونه وایي د جمعې په ورځ یو اوولس کلن زده کوونکی د سانټافي سکول یوه ټولګي ته ور ننووت او هلته یې پر ناستو زده کوونکو ناببره ډزې پیل کړې، چې د شبیکا په شمول لس تنه یې ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.

د ټیکاس ایالت ګورنر ګریګ ایبټ ویلي، پولیسو تورن بریدګر ډیمیریوس پاګورټزس نیولی، چې د د همدې سکول د یوولس ټولګي زده کوونکی وو او د هغه له کوره او د سکول له هغو ځایونو یې- چې ډزې پکې شوې- چاودېدونکي مواد او یو موټر تر لاسه کړي دي.

ګورنر وایي دغه ځوان پر زده کوونکو تر ډزو وروسته غوښتل چې خپل ځان هم و وژني، خو وایي تر نیول کېدو وروسته یې پولیسو ته ویلي چې تر پر ځان د ډزو کولو او ځانوژنې جرات یې ونه کړ.

د شبیکا پلار عزیز شیخ.

د شبیکا یوې ټولګیوال جورج لپادات چې د ایکسچېنج پروګرام له مخې له رومانیا هېواده امریکې ته د زده کړو لپاره راغلی پر فېسبوک لیکلي، شبیکا به د لسو میاشتو لپاره خپل کور ته ستنېدلې خو اوس د تل لپاره لاړه او بیا به بیرته را ستنه نه شي:

"هغه امریکې ته راغله چې زدکړه وکړي، تجربه تر لاسه کړي او بیرته خپل وطن ته په ستنېدو له خلکو سره خپل علم شریک کړي. هغه ځوانه وه، فعاله وه او وطن ته په ستنېدو زښته ډېره خوشاله وه".

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر سکول د برید پېښه زښته زیاته زړه بوږوونکې پېښه بللې او د وژل شویو زده کوونکیو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې. د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د شبیکا کورنۍ او همځولو ته تسلیت وړاندې کړی.

اوولس کلنه شبیکا د خپلو درو خویندو مشره وه او کورنۍ په کراچۍ ښار کې اوسېږي. د دې پلار عزیز شیخ وي.او.اې ته ویلي، چې د لور مړی به یې د ګل یا نهې په ورځ کراچۍ ته ور رسېږي او له هغه وروسته به یې د جنازې او ښخېدو مراسم تر سره کېږي.​