راشد خان په ای پي ایل لوبه کې په ۱۰ بالونو ۳۴ رنزونه جوړ کړل

راشد خان یواځې ښه بالنګ نه ښه بېټنګ هم کوي. راشد خان د ای پي ایل په لوبه کې په ۱۰ بالونو ۳۴ رنزونه کړي دي. په دې کې درې چوکې او درې چکې یې وهلې دي.

راشد خان د حیدراباد سنرایزرز لوبډلې کمزوری سکور ۱۷۴ ته و رساوه او مخالفې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز ته یې د ۱۷۵ رنزونو هدف وټاکه.

د ای پي ایل سیمي فاینل د حیدراباد سنرایزرز او کلکته نایټ رایډرز تر منځ دا وخت روان دی.


که چېرې حیدراباد سنرایزرز دا لوبه وګټي نو له چینای سپرکنګز سره به د ای پي ایل په فاینل لوبه کې لوبېږي.