په بلوچستان کې ۴۰ فیصده ښځې په راتلونکو ټاکنو کې خپل ووټ نه شي ورکولای

دوې غیرسرکاري ادارې وایي په بلوچستان کې ګڼ شمېر ښځې شناختي کارډونه نه لري، چې له کبله یې د دې صوبې تر نیمایي زیاتې ښځې نه شي کولای چې په راتلونکو عامو ټاکنو کې برخه واخلي.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې او مدني فعاله ثناء درانۍ وایي، ښځو ته باید په ټولنه کې د برابرۍ په سترګه وکتل شي او د نارینوو غوندې دوی ته هم په ټاکنو کې د برخې اخیستو بشپړ حق ورکړل شي:

"که یواځې د بلوچستان شمېر وګورو نو د ښځو له شپېته لکه ابادۍ څخه به یواځې اته لکه ښځې وکولای شي خپل ووټونه واچوي، نو دا ډېر لوی توپیر دی او دا څرګندوي چې دلته ۴۰ فیصده ښځې خپلې رایې نه شي کارولای".

په بلوچستان کې د ښځو نیټورک او د هاډ یا "روغتیا او کلیوالي پرمختیا" په نوم د دوو غیرسرکاري ادارو مشرانو یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د دې صوبې په ټولو سیمو کې د هغو ښځو شمېر کم دی چې ووټ ورکولای شي، خو وایي په جعفراباد، نصیراباد او پنجګور ضلعې کې دا شمېر بېخي کم دی.

دغه غیرسرکاري ادارې د خپلو پلټنو په بنیاد وایي، په بلوچستان کې شاوخوا څلوېښت لکه ښځې د کورنیو ټولنیزو، مذهبي او کلتوري بندیزونو له کبله د هېواد د اوسېدونکو په توګه د شناختي کارډ له بنیادي انساني حقه بې برخې دي.

ثناء درانۍ وایي بلوچستان د مځکې له پلوه د پاکستان تر ټولو پراخه صوبه ده او ډېر کلي له ښارونو لرې پراته دي ځکه نو ښځې خپل شناختي کارډونه په اسانۍ نه شي جوړولای. ثناء وایي د شناختي کارډ جوړولو اداره باید په دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي:

"ښځې شناختي کارډونه نه شي جوړولای، ځکه نو موږ له (نادرا) غوښتنه کوو چې هم د ښځو د شناختي کارډ فیس کم کړي او هم د ټولو سیمو لپاره ګرځنډه ډلې زیاتې کړي، چې زیاتې ښځې شناختي کارډونه واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي".

یوه بله غیرسرکاري اداره پیس اینډ ډیویلپمنټ (امن او پرمختیا) بیا وایي، د کوټې د بېلابېلو سیمو له سروې ورته څرګنده شوه، چې په دې ښار کې د شاوخوا یو لک ښځو- چې شناختي کارډونه هم لري- نومونه په انتخابي فهرستونو کې نه شته.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن او د بلوچستان د نادرا ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ښځو ته د شناختي کارډ ورکولو څه بیړنی پلان لري که څنګه، خو دا غوښتنه په وار وار د صوبې سیاسي ګوندونو هم کړې ده.