جنوبي وزيرستان : د جانان کوټ زده کوونکې جينکۍ هايي سکول غواړي

د جنوبي وزيرستان زده کوونکې ماشومانې جينکۍ غوښتنې کوي چې د جانان کوټ په علاقه کې د جينکو يواځینی مډل سکول ته دې د هايي سکول درجه ورکړی شي او اسانتياوې دې ورته برابرې کړی شي.

د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه نه په څو کلوميټره لرې فاصله د جانان کوټ علاقې يوې زده کوونکې ماشومې سعيدې وي او ای ډيوه رېډيو سره په خبرو کې ویلي، د دوي په علاقه کې د جينکو د زده کړو مډل يا د منځنۍ درجې د اتم ټولګي پورې زده کړو يواځينی يو سکول دی.

سعيده چې په خپله په اتم ټولګي کې ده وايي چې کله په دغه سکول کې اتم ټولګی پاس کړي بيا مخې ته د زده کړو دپاره ورته د لسم ټولګي پورې هايي سکول نشته.

دغه ډول په کوم سکول کې چې دوی زده کړې کوي هلته يواځې يوه استاذه ده، په سکول کې بنيادي اسانتياوې نشته، په يوه کمره کې بوس اېښودل شوي او په بله کې حجره جوړه کړی شوې ده.

هغې وويل حکومت ورسره ژمنه کړې چې دغه سکول ته به د هايي سکول درجه ورکړي خو تراوسه دغه کار ونه شو.

شاحانه وزير هم د اتم ټولګي زده کوونکې ده وايي نه خو زمونږ سره کتابونه شته او نه نور څه، دوي د پوره اسانتیاؤ او هايي سکول غوښتنه کوي.

د جانان کوټ په لسګونو ماشومانو جينکو پرون د شنبې، خالي په ورځ په واڼه کې د اېف سي کېمپ مخې ته د خپلو غوښتنو دپاره په لومړي ځل احتجاجي مظاهره کړې ده.

جينکو ويلي که غوښتنې يې ونه منل شوې بيا به احتجاج کوي.

احتجاج کوونکو جينکو سره يو پوځي افسر ليدلي او د دوي د غوښتنو منلو باور يې ورته ورکړی دی.

مريم چې په سيمه کې فعاله او د څوارلسم ټولګي زده کوونکي ده وي او ای ډیوه سره په خبرو کې يې وويل، دا يو ښه قدم دی چې جينکۍ د خپلو حقونو دپاره راووتلي دي، دلته يواځينی مډل سکول دی او د دلته نه چې جينکې اتم ټولګی پاس کړي بيا پرې د نور تعليم دروازې بندې شي پکار ده چې جينکۍ په خپله خپل غږ پورته کړي.

هغې وويل دوي د دغو جينکو د غوښتنو ملاتړ کوي او اوږه په اوږه به يې په احتجاج کې شاملې وي تر څو د دوي غوښتنې ومنل شي.

محب داوړ د جنوبي وزيرستان د تعليم د څانګې مشر دی وي او ډيوه سره په خبرو کې يې وویل، د دغو جينکو غوښتنې جايزې دي او هغه مني چې جينکې زياتې دي او سکولونه نشته.

هغه وويل د جينکو ۹۰ فيصده غوښتنې يې منلي کتابونه یې ورته ورکړی او نورې اسانتياوې يې ورته برابرې کړی او د سکول د استاذانو سېوا کولو او هايي سکول درجې ورکولو دپاره يې لوړ پوړو چارواکو ته سپارښتنې کړي دي.

هغه زياته کړه خپلې زمه وارۍ يې ترسره کړي او بيا بیا به خپلو لوړ پوړو چارواکو د استاذانو سېوا کولو او هايي سکول د درجې ورکولو غوښتنې وريادوي.