زلمي فاؤنډېشن په خېبرپښتونخوا کې نوؤ ګډو شوؤ علاقو کې ۲۰زره ماشومانو ته د سکولونو بستې ورکوي

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېدافریدی وايي د زلمي فاؤنډېشن لخوا د باجوړ، مومند، خېبر، کرمې، اورکزو او شمالي او جنوبي وزيرستان ۲۰زرو ماشومانو ته به د سکولونو بستې يا بېګونه ورکوي.

افريدي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، په وروستيو کې چې کومې قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې شوي زلمي فاؤنډېشن په دغه خوشحالۍ کې د يادې سيمې ماشومانو ته د سکولونو بستې يا بېګونه د ډالۍ په توګه ورکوي.

هغه وويل دوي له وړاندې نه پلان لرو چې په بدامنۍ ځپلې سيمه کې د خېرښېګړې کارونه وکړي او په ځانګړي ډول د تعليم په برخه کې زيات کار وکړي خو په سيمه کې بدامنۍ دوي دغسې کولو ته نه ؤ پرېښي.

" د دغو خلکو په مونږه باندې حق دی چې په لحاظ يې مرسته وکړو ځکه چې قامي چوکاټ ته راتلل يواځې داسې نه دي چې په کاغذونو، کتابونو يا په ميډيا کې يې راولو بلکې د دغو ماشومانو دپاره بنیادي موقعې برابرې کړو او تعليم کردار په ټولنه کې ډېر مهم دی".

ښاغلي افريدي زياته کړه زلمي فاؤنډېشن به هڅه کوي چې په يادو سيمو کې د تعليم په برخه کې نور کار هم وکړي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالزم د څانګې استاز بخت زمان يوسفزی د زلمي فاؤنډېشن دغه ګام ستايي او زياتوي په خېبرپښتونخوا کې چې کومې نوې قبايلي علاقې شاملې شوي دا د شتمنو خلکو مرستو ته ډېره اړتیا لري.

"د سکولونو د بېګونو سره پکار ده چې دغو ماشومانو ته د کتابونو برابرتيا هم وشي، په سکولونو کې ورته کمپيوټرې او ټېبلټې ورکړی شي څنګه چې د خېبرپښتونخوا په نورو سکولونو کې دي، دغه شان په دغو علاقو کې ماشومانوته په سکولونو کې دې د اوبو، بجلۍ او صفايۍ انتظامات هم برابر شي چې دغه خلک هم وګڼي چې په حقيقي توګه د پاکستان د نورو برخو د خلکو په څېر شو".

هغه وويل ځکه چې دا سيمه د پاکستان جوړېدو راهسې شاته پاتې شوې او په وروستيو کلونو کې ترهګرۍ ډېره ځپلې ده او په ځانګړي ډول تعليمي اړخ يې ډېر وهل شوی دی.

دغه علاقې چې په وروستيو د خېبرپښتونخوا برخه جوړې شوي پکې ترهګرۍ زياتره تعليمي ادارې په نښه کړې وې.

د تېر کال اکتوبر په میاشت کې ( فاټا) سيکرټرېټ ويلي ؤ چې په يادو سيمو کې اووه لاکه ماشومان د سکولونو نه بهر وو. په یاده سيمه کې نزدې ۱۵۰۰ سکولونو ته د بدامنۍ له امله زيان اوختی په دغو سکولونو کې نزدې ۱۰۰۰ جوړ شوي او ۵۰۰ لا وران پراته دي.