د راشد خان غوره بالينګ يو ځل بيا د بنګله دېش نه ګټه يقيني کړه

راشد په څلورو اوورنو کې د بنګله دېش څلور لوبغاړي سوځولي او يواځې ۱۲ رنزونه يې ورکړي دي.

د افغانستان ستوري اسپېنر بالر راشد خان چې د بنګله دېش څلور لوبغاړي سوځولي د خان دغې بالينګ د بنګله دېش نه د درېو شل اووريزو سياليو د لړۍ ګټه يقيني کړه.

د افغانستان لوبډلې تېره شپه د درېو سياليو په دوېمه لوبه کې بنګله دېش ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې او سيريز يې په خپل نوم کړی دی.

راشد په څلورو اوورنو کې د بنګله دېش څلور لوبغاړي سوځولي او يواځې ۱۲ رنزونه يې ورکړي دي.

ښاغلی خان په غوره بالينګ د سيالۍ غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی.

راشد په خپله د بنګله دېش نه په درېو کې د دوه سياليو په ګټلو سره د سيريز په خپل نوم کولو د خوشحالۍ څرګندونه کړې او په ګرده نړۍ او په ځانګړي ډول د دهرادون د خلکو مننه يې کړې چې په دومره لويه کچه يې ډاډ او ملاتړ ورکړی دی.

​راشد خان او لوبډلې ته يې په ياده بريا په پراخه کچ اومبارکۍ ويل شوي او لوبه يې ستايل شوې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال په ټويټر ليکلي، د افغانستان د کرکټ شملې لوړې!.

بنګله دېش په بېګانۍ سيالۍ کې په لومړي بيټنګ کې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په اته لوبغاړو ۱۳۴ رنزونه جوړ کړي، او ټاکلی هدف افغان لوبډلې په څلورو لوبغاړو سوځېدو په ۱۹م اوور کې په اسانۍ سره ترلاسه کړی دی.

راشد خان د بنګله دېش پرضد په لومړۍ سيالۍ کې درې وکټې اخستې او د دغه سيالۍ هم غوره لوبغاړی ګرځول شوی ؤ.

د افغانستان په کوربه توب د هند دهرادون ښار په راجيوګاندهي لوبغالي کې د دواړو لوبډلو درېمه او وروستي سيالي سبا د زيارت، پنجشنبې په ورځ ټاکل شوې ده.