مومند، کوټه او کراچۍ کې په وسله والو بريدونو کې درې امنيتي سرتيري وژل شوي

د پاکستان په مومند، کوټه او کراچۍ سيمو کې په تېرو څو ساعتونو کې په وسله والو بريدونو کې د امنيتي ځواکونو درې سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې تازه ورګډې شوې قبايلي سيمې مومندو په صافو تحصيل کې د ماسخوستن د نمانځه نه وروستو د خاصه دار ځواک صوبېدار نامالومو کسانو تښتولی او بيا وژلی دی.

مومند

د مومندو انتظامي چارواکو د پېښې پخلی کړی او وي او ډیوه سره په خبرو کې يې ویلي صوبېدار شېرعلي د ماسخوتن د نمانځه وروستو بیرته روان ؤ چې په لاره کې نامالومو وسله والو وتښتولو او څو شېبې وروستو يې په ډزو ويشتلی جسد ترلاسه شوی دی.

چارواکو ويلي پېښه د صافو تحصيل په علينګار کې رامنځته شوې او د پېښې وروستو پلټنې پېل شوي دي.

دپاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې نه جدا شوې حزب الاحرار نومې ډلې د صوبېدار د وژنې زمه واري منلې ده.

په صافو تحصيل کې د مارچ په میاشت کې د پوليو دوه کارمندان په ډزو وژل شوي او د دغه پېښې زمه واري جماعت الاحرار منلې وه.

باجوړ

بل لور ته په باجوړ کې د تېر ماسخوتن ۱۱ بجو نه تر سهار شپږو بجو پورې ګرځبنديز، کرفيو لګول شوې په جوماتونو کې اعلانونه شوي خو چارواکو د ګرځبنديز د علت په اړه نور تفصيل نه دی ویلی.

د باجوړ يو انتظامي چارواکي عارف خان يوسفزي ډيوه سره په خبرو کې ويلي د ګرځبنديز دا لړۍ به تر بل اعلان پورې هم دغه ډول دوام لري.

کوټه

د تشدد بله پېښه د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې رامنځته شوې او نامالومو وسله والو د پوليس په ګاډي ډزې کړي چې پکې يو سرتېری سعيد احمد لانګو وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دی.

چارواکو ويلي دغه پېښه د روژه ماتي په وخت په ارباب کرم علاقه کې رامنځته شوې او موټر سايکل سواره وسله وال د بريد وروستو په تېښته وتلي دي.

د يادې پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې.

کراچۍ

د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د وژنو بله پېښه رامنځته شوې او د رېنجرز ځواک يو سرتېری پکې وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د رېنجرز ځواک وياند په خبرپاڼه کې ويلي د ښار د کورنګۍ په الياس ګوټ علاقه کې د هدفي وژونکي شفيق کالا او د هغه د ملګرو پرضد عملياتو کې د نښتې په مهال حوالدار الياس وژل شوی او سپاهي ابراهيم او سپاهي امير ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي د رېنجرز سرتېرو په ځوابي عملياتو کې شفيق کالا سره د ملګري عليم الدين او بل ژوبل شهباز نیول شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د شفيق کالا تعلق د مهاجر قومي مومنټ حقيقي ډلې سره دی.

په کراچۍ کې رېنجرز ځواک د کال ۲۰۱۳م راهسې د هدفي وژونکو، شرخوښو، تندلارو او وران کارو پرضد هدفي عمليات کوي.