ملګرو ملتونو او نېټو هم د طالبانو د اوربند هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر په افغانستان کې د طالبانو لخوا د وړوکي اختر د چهټيانو په موقع د درېو ورځو د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

د نېټو عمومي سېکتر جينزسټولټنبرګ هم ويلي "زه د ولسمشر اشرف غني د اوربند اعلان ته د طالبانو د ځواب هرکلی کوم".

د ملګرو ملتونو عمومی سېکتر انتونيو ګېټرس ټينګار کړی چې هغه باور لري چې د شخړې حل پوځي نا بلکې يواځې سياسي جوړ جاړی د افغانستان د شخړې خاتمه کولی شي.

سېکتر په ټولو اړونده فريقېنو غږ کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير نه ګټه پورته کړي.

نوموړي په بيان کې ژمنه کړې چې ملګرو ملتونه د افغانستان د اولس او دولت سره ملاتړ ته ژمن دي.

بل لور ته د نېټو عمومي سېکتر ويلي د افغان ولسمشر اشرف غني وړانديز ته د طالبانو ځواب د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پله ګام کېدی شي.

نوموړي په ټويټر ليکلي، نېټو د افغان اولس سره د دوی د سولې او روغې جوړې د هڅو ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د زيارت، پنجشنبې په ورځ د روژې د ۲۷م نه د وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی ؤ.

طالبانو هم د شنبې په ورځ د اختر په درېو ورځو کې دافغان ځواکونو په ضد د اوربند اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر د طالبانو د اوربند د اعلان په غبرګون کې ويلي، مونږ نه يوازې د دې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هر کلی کوو.
نوموړي ويلي ، همدارنګه زه له نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د آمريکا د متحدو ايالتونو، د بريتانيې له دولت، اروپايي ټولنې او د اسلامي کنفرانس سازمان څخه هم مننه کوم چې زمونږ له اوربند څخه يې ملاتړ کړی دی.