سترې محکمې د مسلم ليګ ن پخوانی وزير د پينځه ؤ کالو دپاره نااهله کړی دی

د پاکستان سترې محکمې د مسلم لیګ ن ګوند د تېر حکومت مرکزي وزير دانيال عزيز د پينځه ؤ کالو دپاره نااهله کړی او هغه به اوس په انتخاباتو کې به برخه نه شي اخستی. نوموړی ته د عدالت د سپکاوي په تور دغه سزا اورول شوې ده.

د سترې محکمې د لاهور رجسټرۍ جسټس مشيرعالم نن د زيارت په ورځ دغه فېصله اورولې ده، عدالت دانيال عزيز ته د عدالت د سپکاوي په تور کې د عدالتي کارروايۍ پوره کېدو پورې سزا اورولې او د راتلونکو پينځه کالو دپاره يې د انتخابي سياست څخه نااهله کړی دی.

هغه به اوس په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه نه شي اخستی.

د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د دانيال عزيز په يو ټي وي پروګرام کې د عدليې پرضد د بيانونو په سر د فرورۍ په میاشت کې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

عدالت په ۱۳م مارچ په عزيز فرد جرم لګولی او په درېمه مې يې بيا فېصله محفوظ کړې وه.

د عدالتي پرېکړې وروستو دانيال عزيز ويلي د هغه پرضد چې د کوم لانجمن پرېس کانفرنس ګواه وړاندې شوې او منل شوې په ورځپاڼه کې ليک دغه خبره هغه کړې هم نه وه.

هغه ويلي دوېم تور پرې د ډان ورځپاڼې په اساس لګول شوی خو په وړومبي تور کې هغه بري کړی شوی او په دوېم کې ورته عدالت سزا اورولې ده.

هغه وويل د سترې محکمې فېصلې ته د بيا کتنې دپاره به بيا خواست کوي.

له دې وړاندې د مسلم ليګ ن ګوند نهال هاشمې هم د عدالت سپکاوي په تور کې د پينځه ؤ کالو دپاره نااهله کړی شوی او د طلال چوهدري پرضد په ستره محکمه کې قضيه روانه ده.