واشنګټن ــ په پاکستان کې پښتنو د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت پر دې پرېکړه سخته خواشیني څرګنده کړې، چې د نقیب مسید په شمول د څه باندې څلور سوه کسانو په وژنه تورن پولیس افسر ته یې ضمانت ورکړی او دا یې له پښتنو سره ناانصافي بللې ده.
د نقیب مسید کورنۍ او د هغه وکیل د عدالت پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې ویلي یې دي، چې دوی به د راو انوار د ضمانت په ضد د سیند هایکورټ ته درخواست ورکوي. د بشري حقونو فعال جبران ناصر د ترهګرۍ ضد عدالت د پرېکړې په اړه پر ټویټر لیکلي:
"د نقیب مسید له پلار سره وزیراعظم، د سپریم کورټ مشر قاضي او د پوځ مشر جنرل باجوه ټولو د انصاف ژمنه کړې وه خو په عدالت کې د نقیب کورنۍ یواځې ولاړه ده. ۲۲ کروړه ولس دې فکر وکړي چې په یوه داسې مقدمه کې- چې تل ورباندې د رسنیو نظر وو- انصاف ونه شو نو په نورو مقدمو کې به خاورې انصاف وشي".
#NaqeebMehsud kay walid say PM, CJP aur CoAS sab nay insaaf ka wada kia magar adalat main Naqeeb ka khandan akela khara raha. 22 crore awaam sochay kay jab is case main jis pay har waqt media ki nazar rahi us main insaf nahi hoa toh kisi aur case main kia khaak insaf hoga pic.twitter.com/02AuY3qFJN
— M. Jibran Nasir (@MJibranNasir) July 10, 2018
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی بلال مسید وایي، له دوی سره ژمنه شوې وه چې که پر راو انوار باندې د نقیب مسید د وژنې تور ثابت شو نو سزا به ورکول کېږي خو وایي د کراچۍ پولیسو هغه تورن کړ خو سزا ور نه کړل شوه:
"اوس پکار ده چې د دې ظلم په خلاف ټول پښتانه [احتجاج ته] را ووځي، ځکه چې دوی زموږ مرګونه په مرګونو شمېري هم نه، وګورئ راو انوار ۴۴۴ قتلونه کړي دي او هغه ازاد شو، دغه ریاست، پوځ او عدلیه د پښتنو ښکاره دوښمني کوي".
د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت نن د نهې- سه شنبې په ورځ د ضمانت لپاره د راو انوار درخواست منظور کړ او هغه ته یې د ضمانت په توګه د لس لکه روپیو د مچلکې (اقرارنامې) د جمع کولو امر کړی دی.
په لاهور کې په لوړو زدکړو بوخت د شمالي وزیرستان اوسېدونکی ځوان رضا وزیر له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، دا پرېکړه څرګندوي چې په پاکستان کې عدالتونه هم د پښتنو ږغ نه اوري:
"د حیات پرېغل تري تم کول او د راو انوار ضمانت کول موږ ته دا ښيي چې په پاکستان کې د پښتنو د ژوند څه حیثیت دی او د عدالت دې پرېکړې موږ ته دا هم وښوول چې پښتانه که څومره هم چیغې اوچتې کړې د دوی اواز هغو ځایونو ته نه رسېږي چرته چې رسېدل پکار دی".
کیا راؤ انور کی رہائی سے بڑی گالی پاکستان کے نظام کو کو کوئی دے سکتا ہے؟ جب ہم خود اپنے ملک اور اس کے غریب جوانوں کے ساتھ یہ سلوک کریں گے تو دشمنوں سے کیوں امیدیں لگائی رکھی ہیں؟
— Mosharraf Zaidi (@mosharrafzaidi) July 10, 2018
کالم لیکونکي مشرف زیدي پر ټویټر لیکلي "آیا د راو انوار تر خوشي کولو لویه ښکنځا څوک د پاکستان نظام ته کولای شي؟ چې موږ پخپله له خپل هېواد او د هغه له غریبو ځوانانو سره داسې چلند کوو نو له دوښمنانو ولې هیلې لرو؟".
پر ټولنیزو رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او عامو پښتنو په دې اړه سخت غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې نور به د پاکستان پر عدالتونو باور ونه کړي، ځکه چې وایي د سیند د پولیسو ټاکلي کمېشن راو انوار د نقیب مسید په وژنه تورن ګڼلی وو، خو هغه نه یواځې په جېل کې د مجرم په توګه ونه ساتل شو بلکې د خوشي کېدو ضمانت یې وشو.