پېښور کې د نهې، سه شنبې په ماسخوتن په هارون بلور د شوي ځانمرګي بريد په ژوبلو کې نن سهار يو بل ټپي په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړو او په ياده پېښه کې د مړه شوؤ شمېره ۲۱ ته ورسېده.
د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او پي کي ۷۸ حلقې په کانديد هارون بشير بلور باندې د پېښور په يکه توت سیمه کې د انتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ.
پاکستاني طالبانو په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده.
د پېښور د غټ دولتي روغتون ليډي ريډنګ ویاند ذوالفقار باباخېل وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل پرون د شورو په ورځ د دوی سره په روغتون کې د مړو شمېر ۲۰ او ژوبل ۶۲ وو.
خو نور زياتره ژوبل د درملنې وروستو کورونو ته لېږل شوي او يواځې اته ژوبل کسان په روغتون کې د درملنې لاندې وو نن سهار په دغو ژوبلو کې يو بل ژوند د لاسه وکړو او د مړو شمېره ۲۱ ته ورسېده.
هغه وويل په پاتې اووه ژوبلو کسانو کې د يو بل ټپي روغتيايي حالت ډېر مرګونی دی.
د هارون بلور په وژنه عوامي نيشنل ګوند د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی او ويلي يې دي درې ورځې به هیڅ قسمه انتخابي هلې ځلې نه کوي او درې ورځې وروستو به انتخابي کمپاين بيرته روانوي.
د هارون بلور جنازه پرون مازيګر د پېښور په وزير باغ کې شوې ده.
الېکشن کمېشن د هارون بلور په حلقه پي کي ۷۸ باندې د انتخاباتو ځنډولو اعلان کړی دی.
په يکه توت کې د ځانمرګي بريد وروستو د خېبرپښتونخوا د لنډ مهاله اعلی وزير جسټس (ر) دوست محمدخان په مشرۍ د امنيت په اړوند غونډه شوې او د انتخابي کمپاين په مهال د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د ګامونو اخستو پرېکړې پکې شوي دي.