د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د جمعيت علمااسلام ف د يو مشر او صوبې د پخواني اعلی وزير اکرم خان دراني په کاروان بمي چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوې او ۱۹ نور ژوبل شوي خو نوموړی پکې روغ وتی دی.
د بنو ضلعې د پوليس مشر ډي پي او خرم رشید وايس اف امريکا ډيوه رېډيو سره په خبرو کې پخلی وکړو چې د اکرم خان دراني په کاروان شوې چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوي او د څلورو پوليسو په ګډون ۱۹ نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل د اکرم خان دراني په کاروان چاؤدنه په موټر سايکل کې د اېښودل شوؤ چاؤدېدونکو موادو د لارې شوې ده.
پوليس مشر وويل په چاؤدنه کې د اکرم خان دراني ګاډی خراب شوی خو دراني په چاؤدنه کې روغ پاتې شوی دی.
په چاؤدنه کې ژوبل کسان د بنو روغتون ته وړل شوي او چارواکو ويلي په روغتون کې بېړنی حالت په ځای کړی شوي دي.
د بريد زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې.
د جمعيت علمااسلام ف ترمخه په اکرم خان دراني باندې د بنو په حوېد علاقه کې هغه وخت چاؤدنه شوې چې د هغه کاروان د يوې انتخابي جلسې نه بلې ته روان ؤ.
اکرام خان دراني د بنو نه د قامي اسمبلۍ د حلقه اېن ای ۳۵ نه د (متحده مجلس عمل) کانديد دی د هغه سره په حلقه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ګډون ټول ۱۲ کانديدان په مېدان کې دي.
په اکرم خان دراني دا چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې د نهې، سه شنبې په شپه د پېښور په يکه توت سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او پي کي ۷۸ حلقې په کانديد هارون بشير بلور باندې دانتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ.
په دغه بريد کې د هارون بلور سره ۲۱ تنه وژل شوي وو.
په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.
څو ورځې وړاندې دپاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (نېکټا) د اکرم خان دراني په ګډون د پينځه ؤ پښتنو سياستمدارو نومونه ویلي ؤ چې دوی ته د ترهګرو ګواښونه دي.
د اکرم خان دراني سره د عوامي نيشنل ګوند مشران اسفنديار ولي خان او حېدر خان هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ او پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان نومونه ويل شوي وو.