د جنګ ځپلي جنوبي وزیرستان ۷۲ انتخاباتي مرکزونه حساس ګرځول شوي

واشنګټن ــ د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره د جنګ ځپلې سیمې جنوبي وزیرستان له ۲۳۵ انتخاباتي مرکزونو څخه ۷۲ مرکزونه د ناامنۍ د ممکنه خطرونو له امله حساس ګرځولي دي.

له جنوبي وزیرستان څخه پر دوو حلقو این اې-۴۹ او این اې-۵۰ باندې د پاکستان قومي اسمبلۍ ته له سیاسي ګوندونو او په ازاده توګه تر ۵۰ زیات کسان کاندیدان دي او په ټاکنو کې به د ښځو په شمول د سیمې شاوخوا ۲۵۴۰۰۰ کسان د خپلې خوښې کاندیدانو ته ووټونه ورکوي.

د سیمې ځایي انتظامیه وایي په این اې-۴۹ حلقه کې د نارینه وو لپاره ۱۷ او د ښځو لپاره ۱۳ ځانګړي او ۱۰۷ ګډ انتخاباتي مرکزونه جوړ شوي، همدارنګه په این اې-۵۰ حلقه کې د نارینه وو لپاره ۱۶، د ښځو لپاره ۹ ځانګړي او ۷۳ ګډ انتخاباتي مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

د نورو قبایلي سیمو غوندې په جنوبي وزیرستان ضلع کې هم په تېرو انتخاباتو کې د ښځو ګډون کم لیدل شوی، خو دا ځل چې دغه سیمې له پښتونخوا صوبې سره یو ځای شوې دي، کاندیدانو پکې پراخ انتخابي کمپاینونه پیل کړي او تمه څرګندېږي چې ښځو ته به د ووټ ورکولو بشپړ حق ورکړل شي.

په جنوبي وزیرستان کې د انتخاباتو د کمېشن مرستیال آصف خټک وي.او.اې ډیوه ته ویلي، ښځې هم باید د نارینه وو غوندې په ټاکنو کې ووټ اچولو ته پرېښوول شي، چې هغوی په ازادۍ سره د خپلې خوښې کاندیدانو ته ووټونه ورکړي:

"د انتخاباتو د قانون په بنیاد که په کوم انتخاباتي مرکز کې لس فیصده ښځو ووټونه نه وي ورکړي نو هغه به غیرقانوني ګڼل کېږي او هلته به بیرته له سره انتخابات کېږي".

په جنوبي وزیرستان کې تر (راهِ نجات) پوځي عملیاتو وروسته د سیمې زیات له شاوخوا لس کلنې کډوالۍ وروسته بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي او په لومړي ځل به بیرته په خپلو سیمو کې په انتخاباتو کې ګډون کوي، خو ډېر خلک یې لا هم په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې اوسېږي، چې د چارواکو په وینا هغوی ته یې په ټانک کې د ووټ ورکولو ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.

د جنوبي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکي وایي په انتخاباتو کې یې د ټولو انتخاباتي مرکزونو خصوصاً د ۷۲ حساس ګرځول شویو مرکزونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي او د کومې ممکنه پېښې د مخنیوي لپاره به هلته د لېویز او ملېشه ځواکونو په شمول پوځي سرتېري هم په امنیت ساتلو ګومارل کېږي.