د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله اعلا وزير (پخواني قاضي) دوست محمد خان د پېښور د مرستیال کمشنرنه د (۱۰۰۰) کفنونو تيارولو په بيان سپيناوی غوښتی او دغه بيان ته يې ټوقه ويلي دي.
د پېښور مرستيال کمشنر عمران حميد شېخ پرون د ګل، دوشنبې په ورځ پېښور کې د انتخاباتو په مهال د تياريانو او انتظاماتو په اړه خبريالانو سره په خبرو کې ویلي ؤ، دوی دومره تيارۍ نيولي (چې دوی ۱۰۰۰ کفنونه هم تيار کړي دي که کومه بده پېښه رامنځته کیږي).
د لنډ مهاله اعلا وزير په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو په يوه ناسته کې پرېکړه شوې چې د پېښور د مرستیال کمشنر نه په غېر زمه واره بيان سپيناوی وغوښتی شي ځکه چې دغه ډول پاليسي بيانونه ورکول په ټولو دولتي افسرانو بند کړی شوي وو.
د پېښور د مرستيال کمشنر دغه بيان ته په ټولنيزو رسنیو سخت غبرګون ويل شوی دی.
فعالې کلثوم زېب د پېښور د مرستيال کمشنر بيان ته په غبرګون کې په ټویټر ليکلي،
"دا انتخابات کيږي که درېم نړیوال جنګ".
یہ انتخابات ہونے جارہے ہیں یا ورلڈ وار تھریڈی سی پشاور کہتے ہیں کہ ایک ہزار کفن تیار کئے گئے ہیں ! DC Peshawar یہ تخت شاہی اٹھا کر اپنے من پسند کو دو پلیز عوام کے خون کا سودا نہ کر #Election2018 pic.twitter.com/zZrLaMBhFI
— Kalsoomzaib_ pukhtoonkhwa (@kalsoomzeb) July 23, 2018
خبريال افتخار فردوس په ټويټر ليکلي،
"په روانو حالاتو کې خلک د وړاندې نه ويريدلي دي او د پېښور مرستیال کمشنر وايي د انتخاباتو د ورځې دپاره ۱۰۰۰ کفنونه تيار کړي دي، دغه خبره د رايو په ورکولو اغېزې کولی شي".
People were already scared because of the prevalent circumstances now the Deputy Commissioner of Peshawar says he’s prepared 1000 coffins for election day. Thanks to his brilliant press conference, voter turnout could be possibly effected.
— Iftikhar Firdous (@IftikharFirdous) July 23, 2018
د پېښور مرستیال کمشنر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پېښور کې په انتخابي کمپاين کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور ځانمرګی بريد شوی او د هغه په ګډون پکې ۲۲ کسان وژل شوي وو.
نوموړي کمشنر وروستو يو بل ويډيو بيان خپور کړی چې پکې وايي د هغه بيان ته په بدل انداز هوا ورکړی شوې او هغه يواځې د تيارو تفصيل ویلی ؤ.
لنډ مهاله اعلا وزير ويلي د انتخاباتو د ورځې په موقع د امنيت دپاره کوټلي ګامونه پورته کړی شوي پوليس، اېف سي او پوځي سرتيري په ځای کړی شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو په مهال د کلکو امنيتي ګامونو اخستو خبره په داسې حال کې شوې چې د اتوار، يکشنبې په ورځ د دغه صوبې په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې يو بل انتخابي کانديد په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.
پاکستان کې سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ (۲۵م جولايۍ) باندې عام انتخابات کيږي او چارواکي وايي اته لاکه پوځي او پوليس سرتيري د امنيت دپاره په ځای کړی شوي دي.